د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

اروپايي ټولنه له روسيې د تېلو واردات ۹۰ سلنه کموي


اروپایي ټولنه وایي، له روسیې څخه د تېلو د وارداتو د مخنیوي ژمنه یې په خپل ځای ده.
اروپایي ټولنه وایي، له روسیې څخه د تېلو د وارداتو د مخنیوي ژمنه یې په خپل ځای ده.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر وایي چې د روان کال تر اخره به اروپایي ټولنه د روسیې د تېلو واردات تر نوي فیصده پورې کم کړي.

جوزیپ بوریل پرون څرګنده کړه چې د دې هڅې هدف د روسیې د جنګي ماشین بندول دي.

هنګري چې له سمندر سره لاره نه لري د اروپایي ټولنې له دې اقدام سره مخالفت کوي، خو د دې ټولنې ځیني نور په وچه کې ایسار هېوادونه وخت غواړي څو یو مخ د روسیې د انرژۍ پر وارداتو بندیز ولګول شي.

اروپایي ټولنه وایي، له روسیې څخه د تېلو د وارداتو د مخنیوي ژمنه یې په خپل ځای ده.

په دې تړاو د دوشنبې په ورځ اروپایي ټولنې موافقه کړې وه خو ویلي یې و چې دا کار به سمدستي نه کوي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول جوزیپ بوریل پرون د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې وویل، دا ټولنه له روسیې څخه ډېر تېل اخلي خو غواړي چې د روسیې د جنګي ماشین مخه ونیسي.

نوموړي وويل: "موږ اوس غواړو چې اروپایي ټولنې ته د روان کال تر اخره د روسیې د تېلو واردات نوي په سلو کې کم کړو، یعني نوي په سلو کې کم تېل واخلو، البته د هغو هېوادو په برخه کې چې په وچه کې ایسار دي، استثنا شته".

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول جوزیپ بوریل
د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول جوزیپ بوریل

یو له هغو هېوادو چې سمندر ته لار نه لري او د روسیې پر وارداتو ډېر ولاړ دی، هنګري دی.

د چک جمهوریت او سلواکیا هم د روسیې پر ګازو او تېلو ولاړ دي خو دې دوو هېوادو له بندیزونو سره مخالفت نه دی کړی خو وړاندیز یې کړی دی چې د دې اقدام په خاطر د خبرو لپاره نور وخت ته اړتیا لري.

اوکراین په پرله پسې ډول له اروپایي ټولنې غواړي چې د روسیې د انرژۍ پر وارداتو بندیز ولګوي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمترو کولیبا پرون وویل چې د روسیې پر ګاز او تېلو بندیز به د دغه هېواد جنګي ماشین له پښو وغورځوي.

د دې په غبرګون کې د روسیې پخواني ولسمشر او صدراعظم دیمیتري میدویدیف په ټیلګرام کې په یوه پېغام کې ویلي دي چې دا ډول پرېکړې له روسیې او روسانو سره د کرکې په معنا ده.

اروپایي ټولنې تر دې مخکې هم د روسیې پر بانکونو، هوایي شرکتونو او روسیې چارواکو یو لړ بندیزونه لګولي وو.

XS
SM
MD
LG