د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

روسيې پرله‌پسې پر اوديسه بندر هوايي بريدونه کړي


پر اودیسه د روسیې د بریدونو وروسته د اوښتو زیانونو انځور
پر اودیسه د روسیې د بریدونو وروسته د اوښتو زیانونو انځور

د اوکراین چارواکو نن سهار وختي خبر ورکړی، چې روسیې تېره شپه هم د دویمې پرله پسې شپې لپاره پر اودیسه بندر زورورې هوايي حملې کړې دي.

روسیې دغه راز د اوکراین پلازمېنه کییف او نورې ساحې هم د بې پیلوټه الوتکو او میزاییلو په مرسته په نښه کړې دي.

بلخوا په اشغال شوې سیمې کریمیا کې د روسیې د مهماتو په یوه ډیپو کې یوه چاودنه او اورلګېدنه، په پراخه پیمانه د خلکو د تخلیې او د یوې لویې لارې د تړل کېدو سبب شوه.

د کریمیا لپاره د روسیې له‌خوا ټاکل شوي والي سرګی اکسیونوف ویلي، پوځي روزنیز مرکز ته څېرمه اورلګېدنه د شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو د تخلیې او د تاواریدا په نوم لویې لارې د قسمي تړلو سبب شوه.

روسیې کریمیا ټاپووزمه په ۲۰۱۴م کال کې اشغال او بیا له خپلې خاورې سره الحاق کړله.

د ټلیګرام په یوه مطلب کې د اوکراین د پوځي خدماتو ادارې د مشر کیریلو بودانوف خبرې رااخیستل شوي چې ویلي یې دي، د روسیې پر دې ډیپو په حمله کې اوکراین لاس لري، خو د اوکراین پوځي استخباراتو وروسته وویل چې بودانوف داسې کومه تبصره نه ده کړې.

د کریمیا لپاره د روسیې له‌خوا ټاکل شوي والي سرګی اکسیونوف ویلي، پوځي روزنیز مرکز ته څېرمه اورلګېدنه د شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو د تخلیې او د تاواریدا په نوم لویې لارې د قسمي تړلو سبب شوه.
د کریمیا لپاره د روسیې له‌خوا ټاکل شوي والي سرګی اکسیونوف ویلي، پوځي روزنیز مرکز ته څېرمه اورلګېدنه د شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو د تخلیې او د تاواریدا په نوم لویې لارې د قسمي تړلو سبب شوه.

تر دې مخکې د اوکراین د هوايي مدافع ځواکونو ویلي وو، دوی د شاهد په نوم په ایران کې جوړې شوې ۲۳ بې پېلوټه الوتکې او ۱۴ کروز میزاییل چې د روسیې له‌خوا عمدتاً د اودیسه د ویشتلو لپاره توغول شوي وو، ویشتلي او نسکور کړي دي.

د اودیسه محلي پوځي ادارې د ازادې اروپا / ازادي راډیو ته ویلي، پر دغه ښار د تېرې شپې حمله پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې تر ټولو پراخه وه.

د اودیسه پوځي اداره وايي، روسیه د بریدونو پر مهال په ایران کې جوړې شوې بې پیلوټه الوتکې او کروز توغندي کاروي، چې زیات یې د اوکراین د هوايي مدافع د دستګاو له‌خوا ویشتل کېږي او نسکورېږي.

وروسته له هغې چې پر یوه لوی پله چې د روسیې له خاورې سره الحاق شوې کریمیا ټاپووزمه له روسیې سره تړي، چاودنه وشوه، روسیې د دې حملې د غچ اخیستو ژمنه کړې وه.

مسکو وايي، پر دغه پله په حمله کې د اوکراین لاس و.

د تېرې شپې برید، د روسیې تر دې خبرداري وروسته پر اودیسه دویمه حمله وه.

د اوکراین پلازمېنه کییف هم تېره شپه د روسیې د بې پیلوټه الوتکو له‌خوا په نښه شوی دی.

د کییف د پوځي ادارې مشر سرهي پوپکو راپور ورکړی، چې د اوکراین هوايي مدافع ټولې راروانې بې پېلوټه الوتکې ویجاړې کړي، خو د ځاني او مالي زیان په باب څه نه‌دي ویل شوي.

پوپکو په ټلیګرام کې لیکلي، روسیې یو وار بیا د شاهد په نوم په ایران کې د جوړو شویو بې پېلوټه الوتکو په مرسته حمله کړې ده.

د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو پر پلازمېنه کییف د چاودنو خبرونه تایید کړل او وايي، علت یې د دغه ښار د هوايي مدافع د دستګاوو کار و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG