د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

د روسيې – کريميا پر لوی پول بريد؛ دوه تنه وژل شوي او يو ماشوم ټپي دی 


تر برید لاندې راغلی پول؛ دغې جګړې ګڼ نور عامه تاسیسات هم ویجاړ کړي
تر برید لاندې راغلی پول؛ دغې جګړې ګڼ نور عامه تاسیسات هم ویجاړ کړي

د روسیې او کریمیا ترمنځ پرغځېدلي پول د برید له کبله دوه تنه وژل شوي او یو ماشوم ټپي شوی دی.

پر ياد شوي ۱۹ کیلو متره پله د برید ډېر جزیات تر اوسه نه‌دي روښانه شوي.

د روسیې د ترهګرۍ ضد ملي کمېټې ویلي، پر دغه پله د اوکراین له‌خوا د بې پیلوټه الوتکو دوه بریدونه شوي دي.

د روسیې ادعاوې، چې په خپلواکه توګه نه‌دي تایید شوي، د اوکراین د پوځ ویاندې د روسیې احتمالي پارونې وبللې.

ځینو سیمه‌يیزو رسنیو د نامعلومو سرچینو په حواله ویلي، چې اوکراین د پېښې تر شا لاس لري.

ناتالیا هومینیوک اوکرایني رسنیو ته ويلي: “دا ډول پارونې، چې د کریمیا اشغلګران یې په ډېر لوړ غږ راپور ورکوي، د ستونزو د حل لپاره د کریمیا د چارواکو او د تېري کوونکي دولت لاره ده.”

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخروا ادعا کړې، برید د اوکراین له‌خوا د امریکا او برېتانیا د استخباراتو په مرسته شوی، خو نوموړې د خپلې ادعا د ملاتړ لپاره هیڅ ډول شواهد نه‌دي وړاندې کړي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې، برید کې یوه ښځه او مېړه وژل شوي او ماشوم یې ټپي شوی دی.

په کریمیا کې د روسیې له‌خوا ګمارل شوي والي سیرګي اکسیونوف ویلي، د دغه پله پر سر بېړنی وضعیت رامنځته شوی دی.

په راپورونو کې د ټولنیزو رسنیو د اخیستل شویو ویډیوګانو په حواله ویل شوي، چې د پله یوه برخه چې د یوه پېچومي په بڼه جوړه شوې وه، د برید له کبله نړېدلې ده.

د پله ویجاړه شوې برخه
د پله ویجاړه شوې برخه

دغه پول چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین یې پروژه ډېره مهمه بللې، د موټرو څلور لیکې سړک او دوه طرفه ریل پټلۍ لري.

روسیې په ۲۰۱۸ کال کې له خپلې خاورې سره د اوکراین د کریمیا ټاپوزمې له یوځای کېدو څو کاله وروسته دغه مهم پول پرانيست.

په تېره اکتوبر میاشت کې هم پر دغه پله برید شوی و، چې روسیې ترهګریز عمل بللی و.

له ننني برید وروسته درې کیلو متره سیمه کې ډېره ترافیکي ګڼه ګوڼه رامنځته شوې او د موټرو تګ راتګ پرې بند شوی دی، خو روسیې چارواکو ویلي، د ریلونو تګ راتګ بېرته پېل شوی دی.

دغه برید نن دوشنبه د جولای په ۱۷مه په داسې ورځ شوی چې روسیې د تور سمندر له لارې د اوکراین د غلو صادراتو د هوکړې تمدید رد کړی دی.

دغه هوکړه چې د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب لاسلیک شوې وه، تېره شپه پای ته ورسېده.

د کریملین ویاند دیمتري پیسکوف ویلي، د دوی له‌خوا د هوکړې نه تمدید د کریمیا د پله له ننني برید سره تړاو نه‌لري، بلکې په خبره یې د هوکړې د تمدید لپاره د روسیې شرطونه نه‌دي پر ځای شوي.

د هوکړې د تمدید لپاره د روسیې یو شرط دا و چې روسیل-خوز-بانک یې د پیسو د راکړې ورکړې له نړیوال سیسټم یا سویفټ (SWIFT) سره وتړل شي.

پیسکوف ویلي، هر کله چې په هوکړه کې د روسیې شرطونه پر ځای شي، بېرته به هوکړې ته ور وګرځي.

د هوکړې له مخې، د تورسمندر له ادویسې بندر نه د اوکراین د غلو وروستۍ بیړۍ پرون یکشنبه روانه شوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG