د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۹

چارواکي: د امریکا د خوشه‌یي بمونو لومړۍ جوپه اوکراین ته رسېدلې


اوکرایني ځواکونه د جګړې لومړۍ کرښه کې د جګړې پر مهال
اوکرایني ځواکونه د جګړې لومړۍ کرښه کې د جګړې پر مهال

اوکرایني او امریکايي چارواکو تایید کړه چې کییف ته د خوشه يي بمونو لومړۍ جوپه رسیدلې ده.

د اوکراین د پوځ یوه جګپوړي قوماندان پرون پنجشنبې ومنله چې له امریکا څخه د خوشه يي بمونو لومړۍ جوپه یې هېواد ته رسېدلې ده.

د اوکراین د ګډو ځواکونو د عملیاتو قوماندان جنرال اولکساندر تارناوسکي سي این این تلوېزیون ته په مرکه کې وویل، پوځ تراوسه پورې له دغو بمونو څخه چې د ده په وینا جنګي شرایط په اساسي ډول بدلوي، کار نه دی اخیستی.

هغه زیاته کړه، اوکراین به له دغو بمونو څخه په ملکي سیمو کې کار وانخلي.

جنرال تارناوسکي دا څرګندونې دوې ورځې وروسته له دې وکړې چې د ناټو مشرانو په ویلینوس کې د روسیې د ګواښونو په اړه غونډه وکړه.

اوکراین ته د خوشه يي بمونو رسېدا په داسې حال کې تایید شوه چې د دغه هېواد ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د ناټو په دوه ورځنۍ غونډه کې خپل اصلي هدف؛ یعنې د ناټو غړیتوب ترلاسه نه کړای شو.

د ناټو مشرانو هغه ته ډاډ ورکړ، چې اوکراین به د ناټو تړون په راتلونکې کې ځای ولري.

په همدې حال کې د امریکا دفاع وزیر لوېډاسټن اوکراین ته د خوشه يي بمونو د لېږلو په اړه د خپل حکومت د پرېکړې دفاع وکړه.

د امریکا دفاع وزیر لوېډاسټن
د امریکا دفاع وزیر لوېډاسټن

نوموړي پرون پنجشنبې 'سي این این' ته وویل، په دې کې شک نه لري چې د اوسنۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته به اوکراین د ناټو غړی شي.

ښاغلي اسټن همداراز وویل، باید نور اقدامات وشي څو د اوکراین پوځي تجهیزات او د ځواکونو روزنه د ناټو له معیار سره برابر او دا ډاډ ترلاسه شي چې اوکراینیان بشپړ ظرفیتونه لري.

په دې اړه د امریکا یوه بل جګپوړي چارواکي، د ملي امنیت سلاکار جک سیلیوان 'سي این این' ته وویل، په داسې حال کې چې اوکراین له روسیې سره په جګړه کې وي، په ناټو کې یې غړیتوب دا معنا لري چې ناټو او په ځانګړي ډول امریکا د روسیې خلاف په جګړه کې ښکېله ده.

له بلې خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د امریکا له لوري اوکراین ته د ایف شپاړس الوتکو د ورکولو په غبرګون کې ویلي، دا کار د روسیې پر خلاف د امریکا او ناټو د مستقیمې جګړې خطر زېږوي.

سره له دې چې د ناټو ۳۱ غړیو هېوادونو مشرانو پرېکړه کړې چې اوکرایني پیلوټان به د ایف شپاړس جنګي الوتکو لپاره وروزي، خو لا هم څرګنده نه ده چې دا امریکايي الوتکې به کله د اوکراین هوايي ځواک ته وسپارل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG