د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

پوتين د واګنر ملېشو مشر سره لیدلي


د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او چپ لور ته د واګنر د اجیرو ملېشو مشر یوګیني پرګوژین
د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او چپ لور ته د واګنر د اجیرو ملېشو مشر یوګیني پرګوژین

کريملین تایید کړه چې د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین د واګنر د اجیرو ملېشو له مشر یوګیني پرګوژین او د دې ډلې له قومندانانو سره کتلي.

د واګنر د اجیرو ملېشو له مشر یوګیني پرګوژین سره د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین د لیدنې خبر لومړی وار فرانسوۍ ورځپاڼې لیبراسیون ورکړی وو او د دوشنبې په ورځ کريملین هم تایید کړ.

د کريملین ویاند دیمیتري پیسکوف د دوشنبې په ورځ وویل چې د روسیې ولسمشر پوتین له پریګوژین سره د جون په ۲۹مه لیدلي.

پنځه ورځې وروسته له هغه چې پریګوژین د روسیې د پوځي مشرتابه پر ضد له بغاوته لاس واخیست.

نوموړي ويلي: "په حقیقت کې ولسمشر (د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین) دا ډول غونډه درلوده، هغه پنځه دېرشو کسانو ته چې په‌کې د واګنر ډلې مشر یوګیني پرګوژین او د دې شرکت د ټولو قطعاتو قومندانان شامل وو بلنه ورکړې وه. د جون په ۲۹مه په کرملین کې غونډه وشوه او شاوخوا درې ساعته یې دوام وکړ، جزییات یې معلوم نه دي، خو یوازې دومره ویلای شو چې ولسمشر د ځانګړو پوځي عملیاتو په لومړۍ کرښه کې د واګنر شرکت د کړنو ارزونه هم وکړه. هغه همدارنګه د جون د ۲۴مې د پېښې په اړه هم خپله ارزونه وړاندې کړه."

د جون په ۲۴ د واګنر اجیرو ملېشو د خپل مشر یوګیني پرګوژین په امر د روسیې جنوبي ښار روستوف پوځي اډې او هوايي ډګر ونیوه او د دې ډلې شاوخوا ۲۵ زره جنګیالي د مسکو پر لوري ور مرش شول.

د واګنر په لاس د روسیې د روستوف ښار نیول؛ پوتین ویلي چې د خپل هیواد دفاع کوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:23 0:00

پرګوژین هغه وخت ادعا کوله چې د روسیې پوځي مشرتابه دفاع وزیر سرګي شویګو او لوی درستیز والیري ګراسیموف لرې کوي.

پرګوژین د جون په ۲۴مه ویل چې دا د روسیې د پوځي مشرتابه ناسم مدیریت دی چې په لومړۍ کرښه کې زرګونه جنګیالي مري او پراخې سیمې له لاسه وتلې دي.

د روسیې د ولسمشر ولادمیرپوتین ویاند دیمیتري پسکوف د پرګوژن او پوتین د لیدنې په اړه زیاته کړه چې ولسمشر د قومندانانو توضیحات واورېدل او د جګړې په کرښو کې یې د هغوی د ځواکونو د بیا ګمارلو په اړه وړاندیزونه وکړل.

معلومه نه ده چې پرګوژین دمګړی چېرته دی او نه پیسکوف د هغه د ځای ځایګي په اړه څه وویل.

پرګوژین تر وسله‌وال بغاوت وروسته د بېلاروس د مشر الکساندر لوکاشینکو په منځګړیتوب بېلاروس ته جلا وطن شو.

لوکاشینکو بیا څو ورځې وروسته بېرته اعلان وکړ چې پرګوژین روسیې ته ستون شوی او جنګیالي یې هم خپلو دایمي اډو ته.

د واګنر جنګیالیو د اوکراین د یرغل پر مهال په اکثرو لومړیو کرښو کې حضور درلود او د روسیې لپاره یې ډېرې سیمې اشغال کړې.

خو د پوتین د حکومت په تېره بیا د هغه د نږدې متحدینو په وړاندې وسله‌وال پاڅون او کلک مخالفت د هغه په تېره څه باندې شل کلنه واکمني کې د خطر یو زنګ او د روسیې لپاره کورنی کړکېچ وبلل شو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG