د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۴

پوتین: د واګنر شرکت مشر له روسیې سره خیانت کړی


د واګنر شرکت اجیر سرتېري په روسیه کې د یوې سیمې د کنټرول په حال کې لیدل کېږي.
د واګنر شرکت اجیر سرتېري په روسیه کې د یوې سیمې د کنټرول په حال کې لیدل کېږي.

وروسته له هغې چې د روسیې د اجیرو سرتېرو یوه شرکت د روسیې د ځینو پوځي ساحو د نیولو ادعا وکړه، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وايي، د خپل هېواد د خوندیتوب لپاره به هره ممکنه هڅه وکړي.

هغه دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د روسیې د اجیرو سرتېرو یوه شرکت د روسیې په جنوب کې د پوځي تاسیساتو د نیولو خبره وکړه.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په هغه وینا کې چې نن شنبه په ژوندۍ بڼه له ټلویزیون خپرېده د واګنر شرکت وروستي اقدامات له 'وسله وال بغاوت' سره تشبیه کړل او ویې ویل د وضعیت د ثبات لپاره به مشخص اقدامات وشي.

ولسمشر پوتین وویل، د واګنر شرکت مشر یوفګیني پریګوژین چې مخکې یې د روسیې د پوځي مشرتابه د لیرې کولو لپاره د سوله ییز لاریون اعلان کړی و، د شخصي ځانغوښتنې له مخې له روسیې سره خیانت کړی دی.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د هغه په وینا، د واګنر شرکت اجیرانو په روستوف اون دون ښار کې د ملکي او پوځي ادارو مخه نیولې ده.

د روسیې ولسمشر ژمنه وکړه، ټول هغه کسان به مجازات شي، چې د واګنر شرکت په وروستیو اقداماتو کې دخیل دي.

تر دې مخکې نن سهار د روسیې د اجیرو سرتېرو د شرکت مشر یوفګیني پریګوژین ویلي وو، چې ځواکونو یې په روسیه کې د روستوف اون دون ښار پوځي مرکزونه نیولي او د روسیې په جنوب کې پر پوځي ساحو او هوايي ډګر کنټرول لري.

هغه د روستوف ښار له یوې پوځي ساحې په ټلګرام کې ویلي، دوی په پوځي مرکزونو کې دي او هوايي ډګر یې هم په کنټرول کې دی.

د هغه په وینا، هغه الوتکې چې په اوکراین کې د روسیې جګړه پرمخ بیايي، په عادي ډول خپلې الوتنې کوي.

په روستوف اون دون ښار کې د روسیې هغه پوځي مرکزونه پراته دي، چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې رهبري کوي.

په دې جګړه کې د واګنر په نوم د یوفګیني پریګوژین د اجیرو سرتېرو شرکت ډېر دخیل دی.

پریګوژین د ولسمشر پوتین تر دغو څرګندونو وروسته په ټلګرام کې وویل، د روسیې ولسمشر ډېر خطا وتلی او د واګنر شرکت ځواکونه او خپله دی به خپل هېواد ته وفادار پاتې وي.

په مسکو کې چارواکو تر دې مخکې هم یوفګیني پریګوژین په وسله وال بغاوت تورن کړی و.

دا تحولات داسې وخت راځي چې پریګوژین یوه ورځ مخکې ویلي وو، چې د مسکو پر لوري یې د 'عدالت د لاریون' په نوم په وسلو یو سمبال کاروان لېږلی دی.

پریګوژین ویلي چې د روسي پوځیانو په ګډون ۲۵زره جنګیالي یې ملاتړ کوي او هدف یې د دفاع وزیر سرګي شویګو او لوی درستیز والري ګیراسیموف په ګډون د دفاع وزارت د مشرتابه لیرې کول دي.

هغه د روسیې د یوې پوځي څرخي الوتکې د نسکورولو ادعا هم کړې ده.

بلخوا د روسیې یوې امنیتي سرچینې رویټرز اژانس ته ویلي، چې واګنر ګروپ د مسکو د جنوب په ۵۰۰ کیلومترۍ کې د ورونیژ ښار پر ټولو پوځي تاسیساتو ولکه ټینګه کړې ده. خو دغه خبر د خپلواکو سرچینو له خوا نه دی تایید شوی.

په همدې حال کې جرمني ویلي، چې په روسیه کې روان تحولات له نږدې څاري.

د دې تر څنګ د بریتانیا دفاع وزارت په خپلو ورځنیو اطلاعاتو کې ویلي، چې د واګنر شرکت نور قطعات هم د ورونیژ له طریقه د شمال پر لوري د مخکې تګ په حال کې دي او یقیناً چې هدف یې ځان مسکو ته رسول دي.

XS
SM
MD
LG