د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

امريکا له اوکراين سره د ۱.۲ ميليارده ډالرو په ارزښت د پوځي مرستې بسته اعلان کړه


اوکرایني ځواکونه د جګړې پر مهال
اوکرایني ځواکونه د جګړې پر مهال

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت پرون سې‌شنبه اوکراین ته د ۱ اعشاریه ۲ ميلیارد ډالرو په ارزښت د امنیتي مرستې د بستې د ورکړې اعلان وکړ.

اوکراین به په دې مالي مرستې سره خپل هوايي دفاع پیاوړې کړي او خپل توپچي ځواک ته به نور مهمات برابر کړي.

د امریکا دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د امنیتي مرستو دغه بسته له اوکراین سره د امریکا د همکارۍ دوام جوتوي.

دغه وزارت لیکلي چې له دې سره به د اوکراین مهم لنډمهاله ظرفیتونه پیاوړي شي او د هوايي مدافع سیستمونه او نور مهمات به ورته برابر شي.

پرون د اروپايي کمېسیون مشرې اورزلا وان دیرلین اوکراین ته سفر کړی و چې له ولسمشر ولودمیر زیلنسکي سره یې په کییف کې یوه کنفرانس ته وینا وکړه.

نوموړې ويلي: "ګران ولسمشر زیلینسکي! زه دلته د دې لپاره راغلې یم چې ډاډ درکړم چې تاسو کولی شئ د اړتیا تر وخت هماغه زموږ پر اروپايي پیوستون حساب وکړئ."

پرون د اروپايي کمېسیون مشرې اورزلا وان دیرلین اوکراین ته سفر کړی و چې له ولسمشر ولودمیر زیلنسکي سره یې په کییف کې یوه کنفرانس ته وینا وکړه.
پرون د اروپايي کمېسیون مشرې اورزلا وان دیرلین اوکراین ته سفر کړی و چې له ولسمشر ولودمیر زیلنسکي سره یې په کییف کې یوه کنفرانس ته وینا وکړه.

په همدې حال کې د روسیې واګنر شرکت چې د اجیرو سرتېرو یوه ډله ده، پرون سې‌شنبه د روسیې یوه پوځي قطعه د اوکراین بخموت ښار ته نږدې له سنګرونو په تېښته تورنه کړه.

د دې شرکت مشر یوفګیني پریګوژین چې د اوکراین د جګړې په تړاو یې په مسکو کې نفوذ پراخ شوی، په وروستیو ورځو کې په خپلو ویډیوګانو کې د روسیې پر پوځي مشرتابه انتقادونه کړي دي.

پریګوژین پرون په خپله ویډیو کې ویلي، نن د دفاع وزارت یوه قطعه زموږ له یوه سنګره وتښتېدله او جبهه یې افشا کړله.

د واګنر شرکت مشر ګوتڅنډنه کړې که د اړتیا وړ مهمات ور ونه رسېږي، خپل جنګیالي به نن د مې میاشتې پر لسمه د اوکراین له بخموت ښار څخه وباسي.

د اجیرو پوځیانو دغه شرکت د اوکراین د ختیځ په دې ښار کې د روانې جګړې مشري کوي.

پریګوژین ویلي، سرتېري یې د جګړې له کرښې د روسیې د پوځي قوماندانانو د حماقت له کبله تښتي، چې د ده په وینا جنايي امرونه کوي.

د واګنر شرکت مشر یوفګیني پریګوژین ویلي، سرتېري باید د مشرتابه د بشپړ حماقت له لاسه ونه وژل شي.

پریګوژین دغه ویډیو داسې وخت خپره کړې، چې په روسیه کې د بریا ورځ یعنې په دویمه نړیواله جګړه کې د پخواني شوروي اتحاد بریا ونمانځل شوه.

د روسیې دفاع وزارت پرون ناوخته په یوه اعلامیه کې وویل تهاجمي پوځیان، چې هدف یې د واګنر شرکت قطعات دي، د بخموت ښار په لوېدیځ کې خپلې جګړې ته دوام ورکوي.

دفاع وزارت وايي روسي پوځیانو ته مرستې برابرې شوي، خو د پریګوژین هغو تورونو ته یې اشاره نه‌ده کړې چې له سنګرونو د سرتېرو د تښتې په اړه وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG