د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

د روسيې حکومت د خپل پوځ لوژيستيکي چارو مشر له دندې ليرې کړ


جنرال میخایل میزینڅیف
جنرال میخایل میزینڅیف

د روسیې دفاع وزارت پرون یکشنبې اعلان وکړ چې د لوژیستیکي چارو مشر جنرال میخایل میزینڅیف له دندې لیرې شوی او پر ځای یې د ملي ګارډ پخوانی چارواکی الکسې کوزمینکوف ټاکل شوی دی.

دفاع وزارت په یوه بیان کې وویل، کوزمینکوف د روسیې د دفاع د وزیر د مرستیال په توګه ټاکل شوی او هغه به د وسله‌والو ځواکونو د لوژیستیکي چارو د ملاتړ مسوول وي.

په بیان کې نه‌دي ویل شوي چې ولې میخایل میزینڅیف چې په سپټمبر میاشت کې څو ورځې وروسته له هغې چې ولسمشر ولادمیر پوتین د پوځ لیکو ته په سلګونو زره نورو کسانو د جذبولو اعلان وکړ، د لوژیستیکي چارو د مسوول په توګه ټاکل شوی و، له دندې لیرې کړای شوی.

اروپایي ټولنې میزینڅیف پر اوکراین د روسیې د یرغل په لومړیو کې د اوکراین د ماریپول بندري ښار د محاصره کولو طراح بللی او هغه یې په دې جګړه کې د زرګونو ملکي وګړو پر وژنو تورن کړی دی.

بریتانیا هم د دغه بندري ښار په محاصره کې د لاس لرلو په خاطر هغه د بندیزونو په فهرست کې شامل کړی دی.

روسیه دغه اعلان داسې مهال کوي چې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي پرون یکشنبې د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره په اوکراین کې د جګړې د وروستي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي

زیلنسکي پر ټلېګرام پاڼه کښلي چې مکرون ته یې په دغو ټیلفوني خبرو کې د جګړې د لومړۍ کرښې په اړه معلومات ورکړي او هم یې نوموړی له دې چې په می او جون میاشتو کې به د جګړې په لومړۍ کرښه کې څه احتمالي پرمختګونه راشي، خبر کړی دی.

په عین حال کې د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس پرون خبریالانو ته وویل، دی د سولې په ماموریت کې ښکېل دی چې دغه جګړه پای ته ورسول شي.

پاپ فرانسس چې د بودا پست د سفر له پای ته رسېدو وروسته روم ته پر لاره و، په الوتکه کې سپرو خبریالانو ته وویل، دی چمتو دی هر هغه څه ترسره کړي چې باید ترسره شي.

هغه وویل، یو ماموریت پیل شوی، خو تر څو چې هغه رسماً نه‌وي اعلان شوی تر هغو یې دی نه‌شي افشا کولای.

فرانسس همدارنګه وویل واتیکان چمتو دی چې د جګړې پر مهال له روسیې اوکراین ته د اوکرایني ماشومانو د بېرته ستنولو په برخه کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه چې د واتیکان استازیو لا د مخه د بندیانو د تبادلې په برخه کې منځګړیتوب کړی او د کورنیو د بیا یو ځای کولو لپاره به هر هغه څه چې له انساني پلوه ممکن وي، سرته ورسوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG