د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

پر اوکراين د روسيې تازه بريدونه؛ ۱۳کسان په‌کې وژل شوي دي


اوکراين کې جګړه
اوکراين کې جګړه

نن سهار د هوايي عملیاتو په اړه د دوو ساعتونو له خبرداري وروسته د اوکراین پر ټولو برخو د روسیې د وژونکو حملو په اړه راپورونه خپاره شول.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ایهور کلیمینکو (Ihor Klymenko) ویلي لږ تر لږه ۱۱ کسان د چرکاسي مرکزي سیمې اومان ښارګوټي کې پر یوه نهه منزله ودانۍ د میزاییلو تر لګېدو وروسته ووژل شول.

په دغه شمېر کې لږ تر لږه نهه ټپیان هم شامل دي، چې د کلیمینکو په وینا د ژغورنې د کارکوونکو په مرسته یې د لټولو عملیات روان دي.

د چرکاسي سیمې د پوځي ادارې مشر ایهور تابوریڅ ویلي، په وژل شویو کې دوه تنه لس کلن ماشومان شامل دي.

د اومان ښار ښاري شورا د درېیو ورځو لپاره ماتم اعلان کړی او چارواکي وايي، څارنوالانو د دې حملې په اړه د جنګي جرایمو د څېړنې دوسیه پرانیستې ده.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي په ټویټر کې دا د روسیې د ترور بله شپه یاده کړې ده.

هغه لیکلي چې د روسیې د شرارت مخه د وسلو په مرسته نیول کېدای شي او زموږ مدافعان دا کار کوي، بله دا چې نړیوال بندیزونه هم دا کار کولی شي.

د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي
د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي

د دینپروفیټروفسک سیمې د پوځي ادارې مشر سرهی لیساک ویلي، په دنیپرو ښار کې د روسیې د څو میزاییلو له ویشتلو سره- سره یوه ۳۱ کلنه ښځه او یوه دوه کلنه نجلۍ وژل شوي او درې نور کسان ټپیان شوي دي.

لیساک ویلي، دغه حمله د یوه خصوصي شرکت د ودانۍ د زیانمنېدو او په اور د سوځېدو سبب شوې ده.

د پلازمېنې کییف د پوځي ادارې مشر سرهی پاپکو ویلي، چې د اوکراین د هوايي مدافع سیسټم پر کییف ګڼ توغول شوي میزاییل شنډ کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG