د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

د ناټو سرمنشي: اوکراين له روسي ځواکونو د نورو سيمو نيولو ته چمتو کېږي


د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي او د ناټو عمومي منشي ينس سټولنټنبرګ
د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي او د ناټو عمومي منشي ينس سټولنټنبرګ

د جرمني په رامشټاین هوایي ډګر کې د اوکراین د دفاع لپاره د تماس ډلې په پرونۍ غونډه کې اوکراین د هوایي دفاعي سیستم او د مهماتو غوښتنه وکړه.

د دې په ځواب کې له اوکراین سره یو لړ ژمنې وشوې.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وویل چې، اوکراین له روسي ځواکونو څخه د نورو سیمو د نیولو لپاره احتمالي بریدونو ته چمتو کېږي.

ینس ستولتنبرګ دا خبره په جرمني کې د کییف د نړیوالو ملاتړیو په غونډه وکړه.

دا غونډه د جرمني په رامشتاین هوایي اډې کې وشوه.

د غونډې په ځای کې د ناټو سرمنشي ازادي راډیو ته وویل، چې تر اوسه هم له اوکراین سره د ناټو او د ناټو د متحدانو مرستې اغېزمنې وې.

نوموړي وويل: "زموږ مسوولیت د ناټو د متحدانو او شریکانو په صفت دا دی چې دا ډاډ ترلاسه کړو چې د امکاناتو تر بریده له اوکراین سره د تجهیزاتو مرسته وکړو. دغه ملاتړ د جګړې په ډګر کې ښکاره تغیر رامنځته کړی دی، باید دې ته مو پام وي چې اوکراین توانېدلی دی چې روسیي ځواکونه د کییف له لورې وګرځوي او په شمال کې یې هم په شا کړي."

اوکرايني ځواکونه د جګړې په کرښه کې
اوکرايني ځواکونه د جګړې په کرښه کې

ستولتنبرګ زیاته کړه چې، دی ډاډه دی چې اوکرایني ځواکونه به نورې سیمې هم له روسیي ځواکونو ازادې کړي.

د اوکراین د دفاع لپاره د تماس ډلې په غونډه کې د اوکرایني ځواکونو د روزنې ژمنې هم وشوې.

د امریکا د متحد ایالتونو دفاع وزیر لوید اسټن د غونډې برخه والو ته وویل چې واشنګتن به ابرامز تانکونه جرمني ته انتقال کړي چې په راتلونکو څو اوونیو کې اوکرایني ځواکونه وروزي.

د ابرامز ټانکونو د روزنې په پروګرام کې به شاوخوا دوه نیم سوه اوکرایني سرتيرې برخه واخلي.

ټاکل شوې ده چې د ابرامز ټانکونو د روزنې په پروګرام کې به شاوخوا دوه نیم سوه اوکرایني سرتيرې برخه واخلي.

د جرمني په پرونۍ غونډه کې د امریکا لوی درستیز مارکي میلي هم برخه اخیستې وه، هغه وویل چې دا ابرامز ټانکونه د روزنې لپاره دي، د جګړې لپاره نه‌دي.

له اوکراین سره واشنګټن د یو دېرش ابرامز ټانکونو د مرستې ژمنه کړې ده، مخکې داسې راپورونه خپاره شوي و چې دا ټانکونه به تر مني پورې ورکړي، خو د اوکراین د ملاتړیو په پرونۍ غونډه کې امریکایي چارواکو وویل چې دا ټانکونه به ژر اوکراین ته وسپارل شي.

جرمني تر دې مخکې لیوپارډ ټانکونه اوکراین ته ورکړي و او د جرمني دفاع وزیر بوریس پیستوریوس پرون وویل چې، کوم لیپوارډ ټانکونه چې د اوکراین په جګړه کې خراب شوې دي هغه به ډېر ژر په پولنډ کې ترمیم شي او اوکراین ته به انتقال شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG