د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

زلنسکي وارسا ته د سفر پر مهال له لوېديځوالو د جنګي الوتکو غوښتنه کړې


د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي
د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي

د اوکراین ولسمشر کیيف ته د پرمختللو جنګي الوتکو د استولو لپاره د لوېدیځو قدرتونو د ایتلاف پر جوړولو ټینګار کړی دی.

ده ویلي، سرتېري يې د هېواد په خیتځ بخموت ښار کې جګړې ته دوام ورکوي.

ښاغلي زلنسکي ویلي: "موږ په بخموت کې یو او دښمن دا ښار نه‌دی نیولی."

خو هغه په خپلو خبرو کې ویلي، که چېرته له دې ښاره شاتګ د اوکرایني سرتېرو د ژوند د ژغورنې په مانا وي، نو ممکنه ده چې شاتګ وکړي.

"موږ په بخموت کې یو او دښمن دا ښار نه‌دی نیولی."
ولودمير زلنسکي

ولسمشر زلنسکي دا خبرې پرون د پولنډ پلازمېنې وارسا ته د سفر په ترڅ کې کړي دي.

هغه اوکراین ته د جنګي ټانکونو په برخه کې د پولنډ رول ته په اشاره وړاندیز وکړ چې د جنګي الوتکو لپاره دې هم یو ایتلاف رامنځته شي.

ښاغلي زلنسکي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې، د هغه پولنډي سیال اندرې دودا ژمنه کړې چې اوکراین ته به د پخواني شوروي د وختونو "MIG29" جنګي الوتکې ورکړي او وارسا ژمنه کړې چې د روسیې د یرغل په مخنیوي کې به د اوکراین جنګي او دفاعي تجهیزات کې ملاتړ وکړي.

د اوکراين او پولنډ ولسمشران
د اوکراين او پولنډ ولسمشران

د "MIG29" الوتکې چې اوکراین ته له وړاندې سپارل شوي، د شپږو نورو الوتکو سره به يې شمېر ۱۴ ته ورسيږي.

د پولنډ ولسمشر وویل: "موږ فکر کوو چې دا الوتکې به ژر انتقال شي."

د دودا د بهرنۍ تګ‌لارې سلاکار ویلي، موږ اوکراین ته د امریکا متحده ایالاتو له‌خوا جوړې شوې د " F-16" جنګي الوتکو ورکولو په اړه چې اوکراین يې په دوامداره توګه له ناټو څخه غواړي، پرېکړه نه‌ده کړې.

هغه ویلي، تراوسه نه واشګټن او نه هم نورو لوېدیځو هېوادونو دا الوتکې اوکراین ته ورکړي دي.

اوکراین په داسې حال کې د جنګي الوتکو غوښتنه کوي چې، د دې هېواد ولسمشر ویلي، سربېره پر دې چې په خیتځ کې درنه جګړه روانه ده او روسیه د بخموت ښار د نیولو ادعا کوي، خو بیا هم اوکرایني ځواکونه په دې ښار کې مقاومت ته دوام ورکوي.

ښاغلي زلنسکي په خپلو خبرو کې دغه راز ویلي، د هغه لپاره يې سرتېري تر ټولو مهم دي او که اړتیا شي چې سرتېري يې شاتګ وکړي جنرالان به يې په دې اړه پرېکړه کوي.

روسیې د تېر کال د فبرورۍ په ۲۴ مه پر اوکراین یرغل وکړ.

د دې یرغل په پایله کې په زرګونه اوکراینیان کډوال او د اوکراین د خیتځ ډېری برخې اوس‌مهال د روسې ځواکونو په کنټرول کې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG