د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

اوکراين؛ کراماتورسک کې د استوګنې پر يوې ودانۍ د روسي ځواکونو توغندي بريد مرګ‌ژوبله اړولې


اوکراين کې د کراماتورسک سيمه
اوکراين کې د کراماتورسک سيمه

په داسې حال کې چې روسي ځواکونه د اوکراین په ختیځ کې د دونېڅک سیمې د بخموت ښار د نیولو په هدف له اوکرایني سرتېرو سره په خونړیو جګړو کې ښکېل دي، د روسیې پوځ نن بخموت ښار ته په نږدې بل ښار کراماتورسک کې د استوګنې پر یوه ودانۍ د توغندي خونړی برید وکړ.

د اوکراین لویې څارنوالۍ نن په یوه بیان کې د دې برید خبر ورکړ او ویې ویل، په پایله کې یې یو ملکي وګړی وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

بیان زیاتوي چې د روسیې توغندي شپږ لوړپوړیزې ودانۍ زیانمنې کړې دي.

چارواکو ویلي چې، د دې برید د قربانیانو د ژغورنې لپاره عملیات روان دي.

کراماتورسک د بخموت په نږدې پنځوس کیلومتري واټن کې پروت ښار دی چې، پروسږکال پر ملکي وګړو د خونړیو حملو ډګر و.

د ۲۰۲۲ په اپرېل میاشت کې د روسیې د یوه خوشه یي بم په یوه برید کې ۵۸ تنه ملکي وګړي ووژل شول.

اوکرايني سرتېري
اوکرايني سرتېري

د بشري حقونو د څار سازمان دا برید له جنګي جنایت سره انډول بللی و.

د اوکراین پوځ نن په خپل ورځني راپور کې وویل، روسي ځواکونه د درنو تلفاتو له زغملو سره سره پر بخموت او شاوخوا سیمو حملو ته دوام ورکوي.

له بلې خوا ولسمشر ولودمیر زلنسکي ویلي چې، د اوکراین برخلیک د ختیځې جبهې له روانو جګړو سره تړلی، خو هغه ډاډ ورکړ چې په دې جګړه کې به اوکراین بریالی کېږي.

اوکرایني ځواکونه له څو میاشتو راهیسې د واګنر په نوم د روسیې د اجیرو ملېشو پر وړاندې چې غواړي ځان د بخموت ښار لوېدیځ ته ورسوي، د مقابلې په حال کې دي.

کریملین تازه ویلي دي چې، په اوکراین کې د مسکو اهداف یوازې د پوځي ځواک له لارې ترلاسه کېدای شي.

د روسيې دولتي خبري اژانسونو د کریملین د ویاند دیمیتري پیسکوف له قوله خبر ورکړی چې وايي، روسیه باید خپلو اهدافو ته ورسېږي او دا د کییف د رژیم د دریځ له کبله یوازې په پوځي لارو ممکن دی.

له بلې خوا ترکیې د هغې موافقې د تمدید په اړه د خبرو د دوام خبر ورکړی چې د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلې صادراتو ته اجازه ورکوي.

د ترکیې دفاع وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې یادونه کړې چې روسیې د نورو شپېتو ورځو په مخه د دې موافقې تمدید منلی دی.

مسکو او کییف په تېره جولای میاشت کې د ترکیې او ملګروملتونو په منځ‌ګړتوب موافقه وکړه چې د اوکراین د غلو دانو صادرات به د تور سمندرګي له لارې ترسره کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG