د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

د اوکراين پوځ: د روسيې لسګونه بريدونه مو شنډ کړي دي


د اوکراين او روسيې جګړه
د اوکراين او روسيې جګړه

د اوکراین پوځ وایي، ځواکونو یې تېره ورځ په ختیځه جبهه کې د روسیې لسګونه حملې په شا تمبولې دي.

د اوکراین د پوځ لوی درستیز نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، اوکرایني ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دونیڅک په سیمه کې د روسیې ۸۳ حملې په شا تمبولي دي.

ډېرې دغه حملې پر باخموت ښار چې په ختیځ کې د مسکو د یرغل پریوه مرکزي ډګر بدل شوی، شوې وې.

پوځ همدارنګه وویل، روسیې د دونیڅک سیمې پر نورو ښارونو، لکه لیومان او دیویفکا او شختارسک هم فشارونو ته دوام ورکړی او ادعا یې کړې چې، دښمن ته د پوځیانو، وسلو او پوځي تجهیزاتو په برخو کې د پام وړ زیانونه اوښتي دي.

په عین حال کې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي پرون له باخموت سیمې څخه کتنه ترسره کړه، د اوکراین مدافعان یې وستایل او هم یې د جبهې د لومړۍ کرښې وضعیت له نژدې وکوت.

باخموت کې له اوکرايني سرتېرو د زلنسکي ليدنه
باخموت کې له اوکرايني سرتېرو د زلنسکي ليدنه

زلنسکي وویل، پرملکیانو د مسکو ړانده یا بې توپیره بریدونه ښیي چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین لېواله نه‌دی چې سوله وکړي او روسیه یې د ملکیانو په نښه کولو سره په حیواني وحشي‌ګرۍ تورنه کړه.

په عین حال کې د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ هم ورته خبره کړې او ویلي یې دي، داسې ښکاري چې ولادمیر پوتین سمدستي له سولې سره لېوالتیا نه‌لري او یوه غیرموجه جګړه مخته وړي.

هغه له ګارډین ورځپاڼې سره په مرکه کې همدارنګه ویلي، پوتین د ایران، شمالي کوریا او نورو په څېر هغو دیکتاتوري رژیمونو ته نږدې شوی چې د زیاتو وسلو د ترلاسه کولو لټه کوي.

دغه راز ټاکل شوې چې د اروپایي ټولنې مشران به نن د بروکسل په سرمشریزه کې هغه پلان تصویب کړي چې، له‌مخې یې د یوه کال په موده کې اوکراین ته د توپچي یو ملیون مرمۍ ورکوي.

دغه پلان د روانې اوونۍ په پیل کې د دې ټولنې د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو تصویب کړی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG