نړۍ
اوکراين؛ د روسي ځواکونو په بريد کې يو پنځوس کلن سړی او د هغه ۱۱کلنه لور وژل شوي
د روسي ځواکونو د توغنديو په حملو کې په اوکراین کې د پنځو وژل شویو په ډله کې یو پنځوس کلن سړی او د هغه ۱۱ کلنه لور شامله ده.
د اوکراین چارواکي وايي، دغه کسان په تېرو دوو ورځو کې د اوکراین په شمال ختیځ او جنوب کې وژل شوي دي.
دغه پلار او لور د روسیې د پوځ په حملو کې وړمه شپه د اوکراین د جنوب ختیځ په زاپوریژیا کې وژل شوي دي.
د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د پوځ عملیاتو شدت نهدی کم شوی.
د خرسون والي اولیکساندر برکودین ویلي، پرون ناوخته د روسیې پوځیانو پر خرسون سیمه د هدایت شویو بمونو په مرسته حمله وکړه.
د هغه په وینا د لومړنیو معلوماتو له مخې په قربانیانو کې ملکیان نهدي شامل.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اسراییلي ځواکونو د جنین ښار ته نږدې دوه فلسطینیان ووژل
اسراییلي ځواکونو نن په لوېدیځه غاړه کې د جنین ښار ته نږدې پر دوو فلسطینیانو ډزې وکړې او ویې وژل.
فرانس پرېس اژانس څرګندوي چې د دې پېښې خبر د اسراییل پوځ او فلسطیني چارواکو ورکړی دی.
د اسراییل پوځ په یوه بیان کې څرګنده کړه چې څو تنه وسلهوالو چې په یوه موټر کې سپاره وو، په یوه پوسته کې پر اسراییلي پوځیانو ډزې وکړې.
د فلسطین رسمي اژانس، وفا راپور ورکړ چې په دې پېښه کې دوه تنه نور ټپیان شوي هم دي.
د الکسي ناوالني ملاتړي د ده په یاد کنسرت جوړوي
د الکسي ناوالني ملاتړي غواړي چې د هغه په یاد په برلین کې کنسرت جوړ کړي.
ناوالني د روسیې په زندان کې د فبروري په میاشت کې مړ شو.
دا کنسرت د جون په څلورمه دی، دا هغه ورځ ده که ناوالني ژوندی وای نو ۴۸مه کلیزه به یې وه.
د ناوالني ملاتړیو د جمعې په ورځ په ټیلګرام کې د دې کنسرت خبر ورکړ او ویې ویل چې هدف یې دا دی چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې د ناوالني نوم او نظریات لا هم اورېدل کېږي.
دوی زیاته کړه، تر هغې چې د ناوالني یاد ژوندی وي روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به هغه ته ماتې ورنه کړي.
د یو شمېر نورو سندرغاړو ترڅنګ به په دې کنسرت کې د رپ سندرغاړی نوایز ایم سي او د ایګل په نوم د روسیې د هپ هاپ سندرو جوړه برخه واخلي.
جلالاباد ښار ته نږدې درونټه کې غر ښویېدنې پېښه؛ لږترلږه ۴ کسان مړه شوي
جلال اباد ښار ته نږدې په درونټې سیمې کې د غره د ښویېدو په پېښه کې لږترلږه څلور کسان مړه شوي.
ځایي طالب چارواکو او د سیمې خلکو نن ویلي چې د سختو بارانو له امله له غره لویې ډبرې ښویېدلي او دوه مسافر وړونکي موټر یې لاندې کړي.
په ویډیوګانو کې هم چې په خواله رسنیو لاس په لاس کېږي سړک تړلی ښکاري او څو موټر د ډبرو لاندې شوي دي.
د راپورونو له مخې دمګړی د کابل-جلال اباد لار د ټرافیکو په مخ تړلې ده.
جلال اباد او شاوخوا سیمو کې سخت بارانونه شوي او له امله یې سېلابونه راوتلي دي.
د المپیک پر مشال بار کښتۍ له یونان څخه پاریس ته روانه شوې
هغه کښتۍ چې د المپیک مشال پهکې بار دی نن له یونان څخه د پاریس په لورې روانه شوه.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې د ۱۹مې پېړۍ دا بېړۍ نن سهار د پیریوس له بندره رهي شوه او وروسته له یولسو ورځو به د مې میاشتې په اتمه د فرانسې په لوېدیځ کې مارسي ښار ته ورسېږي.
د المپیک لوبو تنظیموونکو پرون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یونان په پلازمېنه اتن کې د پاناتینایکو په لوبغالي کې مشال ترلاسه کړ.
د المپیک لوبې د جولای په ۲۶مه په فرانسه کې پيلېږي.
په امریکا کې د اسراییل او حماس د جګړې ضد اعتراضونه دوام لري
د امریکا په متحد ایالتونو کې محصلانو د اسراییل-حماس د جګړې پر ضد اعتراضونو ته ادامه ورکړې او نن هم په ځینو پوهنتونونو کې محصلان له پولیسو سره په شخړو اوښتي دي.
محصلانو ویلي چې اعتراضونه به یې روان وي.
محصلانو په ځینو پوهنتونونو کې رییسان غندلي چې پولیسو ته یې خبر ورکړی چې د دوی د مظاهرو مخه ونیسي.
پولیسو تېره اوونۍ د مظاهرو د مخنیوي لپاره یوه هڅه وکړه چې په ترڅ کې یې تر سلو ډېر محصلان ونیول.
د ایران حکومت نیول شوې پرتګالۍ کښتۍ او عمله خوشې کوي
ایراني رسنیو نن د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت په وینا خبر ورکړ چې د نیول شوې کښتۍ عملې ته کونسلي خدمات وړاندې شوې او تمه ده چې خوشې شي.
د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د اسراییل مربوط یوه کښتۍ چې د پرتګال بیرغ پرې رپېده له ۲۵ عملې سره د اپرېل په دیارلسمه د هرمز په تنګي کې ونیوله.
دا بېړۍ یې وروسته تر دې وګرځوله چې تهران خبرداری ورکړ چې په دمشق کې د دوی پر کونسلګرۍ د برید غچ به واخلي.
ایران وایي چې په دمشق کې د دوی پر کونسلګرۍ اسراییلي ځواکونو برید کړی، خو اسراییل تر اوسه رسماً دا نه ده منلې چې دا حمله دوی کړې ده.
قطر او پاکستان ته د یوه امریکايي چارواکي سفر؛ د افغانستان په اړه له بېلابېلو چارواکو سره خبرې کوي
د امریکا متحدهایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په سیاسي چارو کې د دې وزارت موقت مرستیال وزیر جان بس روانه اوونۍ قطر او پاکستان ته په سفر کې د افغانستان په اړه له بېلابېلو چارواکو سره خبرې کوي.
دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، بس به د اپرېل له ۲۶مې تر ۳۰مې د قطر او پاکستان په سفر وي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، مرستیال وزیر به د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دې هېواد له لوړپوړو چارواکو او د نورو هېوادونو له ډیپلوماټیکو ماموریتونو سره د افغانستان د ملاتړ او په سیمه کې د ګډو امنیتي ګټو په اړه خبرې وکړي.
په خبرپاڼه کې د راغلیو معلوماتو پر بنسټ، جان بس به اسلاماباد ته په سفر کې د پاکستان له لوړو پوړو چارواکو سره د متحدهایالاتو او پاکستان په یو لړ سیمهییزو او دوه اړخیزو مسایلو هم بحثونه ولري.
اسټین: امریکا اوکراین ته د هوايي مدافعې پاټریوټ ډوله توغندي ورکوي
د امریکا د دفاع وزیر وايي، متحدایالات اوکراین ته د شپږ میلیارد ډالر په لګښت د هوايي مدافعې پاټریوټ ډوله توغندي ورکوي.
لوېډ اسټین دا څرګندونې پرون د اوکراین د دفاع د تماس له ډلې سره د کتنې پرمهال وکړې.
اسټین زیاته کړه چې دا توغندي به د هوايي مدافعې په هغه سیستم کې وکارول شي چې مخکې اوکراین ته سپارل شوي دي.
اسټین دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د اوکراین د دفاع د تماس ډلې له غړو هېوادونو وغوښتل چې د روسیې د نورو توغندويي بریدونو د مخنيوي لپاره اوکراین ته د هوايي مدافعې اړوند سیسټمونه ورکړي.
د شپږ میلیارد ډالرو په ارزښت د امریکا په دې اضافي مرسته کې له ځمکې څخه هوا ته د پرمختللي توغندويي سیستم مهمات او تجهیزات هم شامل دي.
روسیه کې د تېرې میاشتې خونړۍ حملې په تړاو د تاجکستان یو بل وګړی هم نیول شوی
د راپورونو له مخې روسي چارواکو پلازمېنې مسکو ته نژدې د تېرې مارچ میاشتې د خونړۍ حملې په تړاو د تاجکستان یو بل وګړی هم نیولی دی.
آربيکې RBK خبري آژانس پرون د قانون د تنفیذ د ځواکونو له قوله خبر ورکړ چې نیول شوی کس جمعه خان قربانوف نومېږي.
نوموړی په ۲۰۰۳م کال زېږېدلی دی.
روسي چارواکو د مسکو د خونړۍ حملې په تړاو چې ۱۴۴ کسان پهکې ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول، تردې دمه ۱۱ تنه تاجکان او یو روسی وګړی چې په قرغزستان کې زېږېدلی دی، نیولي دي.
مسکو ته نژدې د کنسرتونو په یوه تالار کې د مارچ د ۲۲مې د برید پړه د اسلامي دولت ډلې داعش خراسان څانګې ومنله.
د اوکراین د ۱۴۰ سرتېرو جسدونه دغه هېواد ته ولېږدول شول
د اوکراین د ۱۴۰ سرتېرو مړي چې د جګړې پر مهال وژل شوي وو، بېرته اوکراین ته ستانه کړای شول.
په کییف کې د جګړې د بندیانو د درملنې د تنظیم ادارې دا خبره نن په یوه اعلامیه کې کړې ده. په اعلامیه کې ویل شوي، د دغو سرتېرو له ډلې ۱۲۰ یې په دونیڅک سیمه کې وژل شوي او ۲۰ نور یې د لوهانسک، سومي، زاپوریژیا او خرسون د جګړې په ساحو کې وژل شوي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي د دغو سرتېرو مړي د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مرسته لېږدول شوي دي.
د اپرېل پر ۱۲مه هم د اوکراین ۹۹ سرتېري کییف ته انتقال شوي وو، روسیې ته بیا د ۲۳ سرتېرو مړي لېږدول شوي وو.