د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۹

د پاریس المپیکي لوبو کې د روسیې او بېلاروس د ورزشکارانو د ګډون مخنیوی غوښتل شوی


ارشیف
ارشیف

د اروپايي پارلمان غړو د المپیک له نړیوالې کمېټې غوښتي چې په پاریس کې د ۲۰۲۴ کال په المپیک کې د روسیې او بېلاروس ورزشکارانو ته د انفرادي ګډون پر ځای په دې لوبو کې د هغوی د ګډون مخه ونیسي.

د دې پارلمان چې ۴۶ غړي لري، د سپورت کمېټې پرون د فرانسې په سټراسبورګ ښار کې د دوو ساعتونو لپاره په دې اړه بحث وکړ.

اروپايي پارلمان همداراز پلان لري چې پر اوکراین د یرغل په خاطر د دې دواړو هېوادونو د لوبغاړو او چارواکو د ګډون د مخنیوي د طرحې په اړه یو راپور هم چمتو کړي.

XS
SM
MD
LG