د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

اندرییف: روسیه به خپل غچ له پولنډ څخه واخلي


دا ودانۍ د اویایمو میلادي کلونو ده چې د روسیې سفارت ته نږدې پرته ده. د پولنډ د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په وینا، د دې ودانۍ پر سر له یوه کال راهیسې لانجه روانه وه.
دا ودانۍ د اویایمو میلادي کلونو ده چې د روسیې سفارت ته نږدې پرته ده. د پولنډ د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په وینا، د دې ودانۍ پر سر له یوه کال راهیسې لانجه روانه وه.

په وارسا کې د روسیې سفیر خبرداری ورکړ چې روسیه به خپل غچ له پولنډ څخه واخلي.

په پولنډ کې د مسکو سفیر نن د روسیې دولتي خبرې اژانسونو ته وویل، روسیه به په وارسا کې د پولنډي چارواکو له لوري د خپل سفارت د ښوونځي د غیرقانوني نیولو په خاطر خپل رسمي دیپلوماتیک اعتراض وړاندې کړي.

د روسیې سفیر سرګي اندرییف وویل، د پولنډ د حکومت له لوري دا د ویانا د کنوانسیون له مخې د دیپلوماتیکو روابطو خلاف هڅه ده.

اندرییف ټاس اژانس ته وویل، نن د پولنډ چارواکو پرېکړه وکړه چې په زوره دا ښوونځی ونیسي او د دې سربېره یې دا کار کړی دی چې دا یوه دیپلوماتیکه ودانۍ ده.

د روسیې سفیر زیاته کړه چې احتمالاً به مسکو خپل غچ واخلي.

د پولنډ دولتي تلوېزیون نن راپور ورکړ چې پولیس نن په پلازمېنه وارسا کې سهار د دې ښوونځي مخې ته حاضر وو.

د پولنډ د بهرنیو چارو د وزارت ویاند لوکاز یاسینا رویټرز اژانس ته وویل: "دا د سفیر حق دی چې خپل اعتراض وکړي او تر اوسه موږ نه پوهېږو چې هغه اعتراض کړی دی که یې نه دی کړی، خو موږ ورته انتظار یوو."

یاسینا زیاته کړه چې د دوی په باور د محاکمو له لوري هم تایید شوې دا ځای د پولنډ د دولت ملکیت دی او روسیې غیرقانوني ګرځولی و.

دا ودانۍ د اویایمو میلادي کلونو ده چې د روسیې سفارت ته نږدې پرته ده.

د پولنډ د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په وینا، د دې ودانۍ پر سر له یوه کال راهیسې لانجه روانه وه.

د وارسا او مسکو اړیکې د اوکراین د جګړې پر سر کړکېچن دي او وارسا له کییف سره د وسلو مرسته کوي.

په پولنډ کې د روسیې سفیر تېره اونۍ دا تور پور کړی و چې پولنډي څارنوالانو د روسیې د سفارت او تجارتي نماینده ګۍ له کنګل شویو بانکي حسابونو د پام وړ پیسې ایستلي دي.

XS
SM
MD
LG