د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

 اروپایي مشران: د روسیې، اوکراین د کړکېچ د حل هدف ته په رسېدو کې به یوموټی پاتې شو


د روسیې، امریکې،ناټو او د اوکراین بیرغونه
د روسیې، امریکې،ناټو او د اوکراین بیرغونه

اروپایي مشرانو ژمنه کړې چې د اوکراین پولې ته نږدې د روسیې د پیاوړي پوځي حضور پرسر د راپورته شوي کړکېچ د هواري لپاره هدف ته په رسېدو کې به یو موټی پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون وویل چې په لوړه کچه د وروستیو ډیپلوماتیکو هڅو په نتیجه کې یې دا موندلې چې د دغه کړکېچ د هوارۍ لار شته.

مکرون چې مسکو او کیف ته له سفر وروسته په برلین کې خبرې کولې، پر اوکراین د روسیې د احمتالي برید پرسر د اندېښنو د لیرې کولو لپاره له کریملین سره د پیاوړي ډیالوګ پر دوام ټینګار وکړ.

اوکراین ته د مکرون سفر
اوکراین ته د مکرون سفر

مکرون پرون سې شنبې په برلین کې د جرمني له صدراعظم اولاف شولز او د پولنډ له ولسمشر اندژې دودا سره له کتنې وروسته وویل چې موږ باید لارې چارې او وسیلې ومومو چې له روسیې سره په پیاوړي ډیالوګ کې ښکیل شو.

د جرمني صدراعظم اولاف شولز وویل، درې واړه مشران په دې کې هم نظره وو چې د ښکاره پیغام او د ډیپلوماسۍ له لارې په اروپا کې د امن د خوندیتوب هدف ته په رسېدو کې یو موټي دي او په ګډه به اقدام کوي.

د پولنډ ولسمشر اندژې دودا وویل دی باور لري چې د جګړې مخه نیول کېدای شي.

د پولنډ ولسمشر اندژې دودا وویل دی باور لري چې د جګړې مخه نیول کېدای شي.
د پولنډ ولسمشر اندژې دودا وویل دی باور لري چې د جګړې مخه نیول کېدای شي.

نوموړي زیاته کړه چې موږ باید د جګړې د مخنیوي حل لاره ومومو او په اوس وخت کې دا زموږ اساسي هدف دی چې د ده باور هغه ترلاسه کېدای شي.

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون چې وړمه ورځ یې په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین او پرون په کیف کې د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره کتلي، په ترسره کړو خبرو کې د پام وړ پرمختګ یادونه ونکړه خو ویې ویل چې د ده خبرو له دې سره مرسته کړې چې د دغه کړکېچ د لا زیاتیدا مخه ونیول شي.

مکرون وویل، پوتین ورته ویلي چې مسکو به د کړکېچ د لا زیاتوالي لامل نه شي سره له دې چې له اوکراین سره په پوله یې له سل زرو زیات سرتېري ځای پرځای کړي دي.

مکرون له خپل اوکرایني سیال زیلینسکي سره د کتنې په اړه وویل چې ده دا وموندله چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو د دوام امکانات او د مسکو او لوېدیځ ترمنځ د کړکېچ د هواري مشخصې حل لارې شته.

په عین حال کې د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکې وویل چې ولسمشر جوبایډن په پام کې لري چې په نږدې راتلونکې کې له مکرون سره وګوري.

مېرمن ساکي زیاته کړه چې دواړو مشرانو تېره اوونۍ دوه ځلې پر ټیلیفون خبرې وکړې

امریکایي چارواکو ویلي چې روسیې له اوکراین سره په پوله د سرتېرو شمېر شااوخوا ۱۱۰ زرو ته زیات کړی او غواړي چې هغه تر۱۵۰ زره سرتېرو پورې ورسوي چې ښایي د روانې میاشتې ترنیمایي پراوکراین بشپړ برید وکړي.

ناتو دغه راز ویلي چې روسیه په پام کې لري چې له بلاروس سره د ګډو پوځي تمریناتو لپاره چې د فبرورۍ ترشلمې نېټې پورې به دوام وکړي، په هغه هېواد کې د ځواکونو شمېر شااوخوا دېرش زرو ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG