د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

له اوکراين د پولنډ غوښتنه: د پوتين غوښتنو ته غاړه کښېنږدئ


د پولند ولسمشر اندرژې دودا
د پولند ولسمشر اندرژې دودا

د پولند ولسمشر اندرژې دودا په یوه ناڅاپي سفر چې له مخکې نه وو اعلان شوی، پرون یکشنبې له کییف څخه د کتنې پر مهال د اوکراين له ولسمشر وغوښتل چې د روسیې د ولسمشرغوښتنو ته غاړه کښېنږدي.

د اوکراین پلازمېنه کییف پرون یکشنبې د پولنډ د ولسمشر اندرژې دودا کوربه و.

هغه په دې سفر کې ټینګار وکړ چې اروپایي ټولنه باید د اوکراین په وړاندې ټول مسولیتونه پر ځای کړي.

دودا د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره له کتنې وروسته په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې نړیوالو شتمنیو ته باید روسیه لاسرسی پیدا نه‌کړي.

نوموړي وويل: "دا واضيح ده چې اوکراین باید د روسي یرغلګرو د جنګي غرامت بېرته ورغول شي. دوی باید ټولو هغو شتمنیو ته چې په مالي بنسټونو او ټوله نړۍ کې کنګل شوي، لاس رسۍ پیدا نه‌کړي او ترې لیرې وساتل شي. پردې سربېره موږ مختلفو نوښتونو ته اړتیا لرو چې له اوکراین سره مستقیمه مرسته وشي."

د اوکراين ولسمشر د پولنډ له همکارۍ مننه وکړه
د اوکراين ولسمشر د پولنډ له همکارۍ مننه وکړه

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي په دې خبري غونډه کې له پولنډ څخه د همکارۍ او په سلګونو زره اوکراینیانو ته د پناه ورکولو پخاطر مننه وکړه.

د پولنډ ولسمشر د اوکراین د پارلمان له غړیو سره په خبرو کې دغه راز وویل چې دا هېواد حق لري چې د خپل راتلونکې په اړه په خپله پرېکړه وکړي.

کییف ته د پولنډ د ولسمشر له سفر سره هم مهاله د اوکراین په شمال ختیځ کې د روسي ځواکونو توغندویي بریدونو دوام درلود.

د اوکراين پر يو شمېر برخو د روسيې راکټي بريدونه
د اوکراين پر يو شمېر برخو د روسيې راکټي بريدونه

د اوکراین د ولسمشر یوه همکار میخایلو پودولیک یوې احتمالي هوکړې ته په اشاره ویلي چې جګړه به بنده نه‌شي.

د هغه په خبره که په جګړه کې وقفه هم راشي، روسي ځواکونه نوي عملیات پیلوي چې د ده په باور د مخکینیو په نسبت په خونړي وي چې دا اندیښنې وړ خبره ده.

XS
SM
MD
LG