د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

بريتانيا: روسي ځواکونو د اوکراين په يرغل کې خپل قوت له لاسه ورکړی


آرشیف -د اوکراین د دونباس سیمه
آرشیف -د اوکراین د دونباس سیمه

بريتانيا وايي، روسي ځواکونو د اوکراين په يرغل کې خپل قوت له لاسه ورکړی دی.

د بريتانيا استخباراتي چارواکي وايي، روسي ځواکونو پر اوکراين باندې په یرغل کې ټکان خوړلی او د کوم ښار په نیولو کې پاتې راغلي.

د دغو چارواکو په وینا په اوکراین کې د روسي ځواکونو پر وړاندې جدي مقاومت شوی او ښايي روسیې پر اوکراین د نا مشروع یرغل له پیل راهیسې د خپلو عملیاتي ځواکونو درېیمه برخه له لاسه ورکړې وي.

اخوا د ناټو د عمومي منشي مرستیال میرسیا جیوانا پرون د مې ۱۵مه په برلین کې وویل، چې د اوکراین د خلکو مقاومت روسیه حیرانه کړې ده.

د ناټو د عمومي منشي مرستیال میرسیا جیوانا
د ناټو د عمومي منشي مرستیال میرسیا جیوانا

جیوانا وویل: "ښاغلي پوتین ته زموږ پیغام دا دی چې هغه له دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې خورا وحشیانه او بدمرغه جګړه پیل کړې. هغه په تېرو وختونو کې او اوس هم شاید د اوکراین د خلکو زړورتیا او د لویدیځ سیاسي یووالي ته حیران شوی وي."

د ناټو د سرمنشي مرستیال زیاته کړه، که د لوېدیځ مرستې دوام وکړي، ښايي اوکراین جګړه وګټي.

لوېدیځ پوځي کارپوهان وړاندوینه کوي، چې روسیه په اوکراین کې په خپل یرغل کې درنه مرګ ژوبله لري او ممکن تر ۱۵۰۰۰ پورې پوځیان یې له لاسه ورکړي وي.

د بريتانيا د دفاع وزارت وايي، روسيې د اوکراين په يرغل کې د خپلو عملياتي ځواکونو درېيمه برخه له لاسه ورکړې ده.

په همدې حال کې روسي ځواکونه د اوکراین د دویم لوی ښار خارکیف له شاوخوا څخه وتلي دي.

دغه ښار د څو اونیو لپاره د روسیې د بمباریو شاهد و.

د اوکراين پوځ وايي، روسیې اوس د خپلو اکمالاتي لارو خوندي کولو ته پام اړولی، او تر څنګ یې د اوکراين پر ختيځ خپلو راکټي او هوايي بريدونو ته دوام ورکړی.

XS
SM
MD
LG