د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

د اوکراین کړکېچ؛ اروپا کې امریکايي پلاوی پر روسیې د بندیزونو احتمال څېړي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

یو امریکايي چارواکی وايي، د دوی پلاوی چې د بهرنیو چارو، خزانې او سوداګرۍ وزارتونو لوړپوړي چارواکي په کې شامل دي اروپا ته رسېدلی، چې د مسکو له خوا د اوکراین د شغال په صورت کې پر اوکراین د بندیزونو احتمال وڅېړي.

دغه چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز خبري اژانس ته وویل، د دوی پلاوی به بریتانیا، فرانسې، بلجیم او جرمني ته سفر وکړي چې له اروپايي چارواکو سره په سیمه کې روان وضعیت هم وارزوي.

په همدې حال کې ناټو ویلي، که روسیه تر پوځي تمریناتو وروسته خپل ځواکونه په بېلاروس کې پرېږدي، دوی به هم ښايي په بالتیک حوزه او پولنډ کې خپل پوځي حضور پراخ کړي.

د ناټو د پوځي کمېټې مشر راب بوېر پرون دوشنبه (د سلواغې ۱۸مه) وویل، که روسیه د اوکراین پولې ته څېرمه خپل پوځي حضور ته دوام ورکړي، ناټو به هم ورته اقدام وکړي.

د ناټو د پوځي کمېټې مشر راب بوېر
د ناټو د پوځي کمېټې مشر راب بوېر

نوموړي وویل: "که د ځواکونو استحکاماتو ته وګورئ، روسیه د اوکراین د اشغال لپاره ښايي په کافي اندازه ځواکونه ولري. خو نه پوهېږم چې داسې څه به وشي که نه؟ باید په ښکاره ووایم چې نه پوهېږم ولادیمیر پوتین څه هوډ لري؟"

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې روسیې خپل شااوخوا ۳۰ زره پوځیان د پوځي تمریناتو لپاره بېلاروس ته لېږلي دي.

په همدې حال کې له اوونیو راهیسې د روسیې شااوخوا سل زره پوځیان د اوکراین پولې ته څېرمه ځای پر ځای شوي دي.

د امریکا متحدو ایالاتونو تېره اوونۍ خپل شااوخوا درې زره سرتېري رومانیا او پولنډ ته ولېږل.

اوس جرمني، هم داسې ارزونې پیل کړي چې په لېتوانیا کې د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړي.

XS
SM
MD
LG