د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۵ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۴۰

د اوکراین د جګړې د درېدو هڅې؛ روسیه او اوکراین به پر اوربند وغږیږي

ارشیف، روسي او اوکرایني پلاوي
ارشیف، روسي او اوکرایني پلاوي

روسیه او اوکراین به نن د سولې د خبرو په دوهمه غونډه کې پر اوربند خبرې وکړي.

دا خبرې د بېلاروس دننه د اوکراین پولې ته نژدې د برېسټ په نوم سیمه کې ترسره کېږي.

داسې ښکاري چې دواړه لوري سره لېرې دي. مسکو پردې ټینګار کوي چې اوکراین دې بې وسلې شي، د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي پرون په یوه ویډیویي پیغام کې وویل چې دا د اوکراین د بریالیتوب جګړه ده.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي رویټرز اژانس او سي اېن اېن ته بیا ویلي دي چې روسیه باید د اوربند پرسر د اغېزمنو خبرو تر پیل مخکې له بمبارۍ لاس واخلي.

بل لور ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین نژدې همکار ولودیمیر میدینسکي پرون وویل چې د اوربند ترڅنګ اوکراین ته د بشري مرستو د منظمو رسولو مساله هم باید وڅېړل شي.

د اوکراین جمهوري ریاست تایید کړې ده چې پلاوی یې د سولې د خبرو د ځای په لور خوځیدلی دی.

دا خبرې په داسې وخت کې پیلېږي چې روسیه پر اوکراین د برید له امله د نړیوالو له لوري ډېره منزوي شوې ده او د ملګرو ملتونو له یو سل او درې نوي غړیو هېوادونو یو سل او یوڅلوېښت هېوادونو له مسکوه وغوښتل چې له اوکراینه خپل پوځیان وباسي.

په ورته وخت کې د جرمونو نړیوالې محکمې په اوکراین کې د احتمالي جنګي جرمونو لپاره تحقیقات پيل کړي دي.

د ډپلوماټیکو هڅو په لړ کې د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن غواړي نن اروپا ته سفر وکړي او له بلجیم، پولنډ، مالدووا او بالتیکس هېوادونو څخه کتنه وکړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG