د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

زیلینسکي په وار وار له خپلو غربي متحدانو د جنګي الوتکو غوښتنه کړې


د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي وايي، تر اوسه یې په وار وار له خپلو غربي متحدانو غوښتنه کړې چې اوکراین ته جنګي الوتکې ورکړي چې خپل هوايي ځواک پیاوړی کړي.

زیلینسکي پرون شنبه له ځینو خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې عصري جنګي الوتکې به یوه لویه مرسته وي، خو د اوکراین د متقابلو حملو پیل، د دغسې الوتکو له ورکړې سره ارتباط ونه لري.

وروسته له هغې چې تېره جمعه د اوکراین پر ټولو برخو د روسیې په بمباریو کې ۲۵ ملکیان ووژل شول، ولسمشر زیلینسکي وویل، د حملو په وړاندې ځوابي اقدام کې به ځنډ نه کوي.

هغه ویلي وو، مخکې تر دې چې په امریکا کې جوړې شوې F-16 ډوله الوتکې اوکراین ته وسپارل شي، کییف به د روسیې د حملو پر وړاندې ځوابي عملیات پیلوي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون شنبه په سیواستوپول ښار کې چې د اوکراین په کریمیا کې اصلي بندر ګڼل کېږي، پراخ اور لګېدلی و.

روسیې کریمیا ټاپووزمه په ۲۰۱۴م کال کې اشغال او له خپلې خاورې سره الحاق کړله.

په سیواستوپول کې د تور سمندرګي لپاره د روسیې ګڼې جنګي کښتۍ هم دېره دي.

د مسکو له خوا د بندري ښار سیواستوپول لپاره ټاکل شوي والي میخایل رازوژایف پرون د کریمیا د تېلو په یوه زېرمه کې تر اورلګېدنې وروسته خبریالانو ته وویل: "دا مهال مو اصلي دنده له اور د تېلو د نورو زېرمو خوندي کول دي. د اورلګېدو له کبله مو څلور زېرمې وسوځېدې. په نورو سیمو کې اور مهار شوی او مخنیوی یې روان دی."

د میخایل رازوژایف په وینا، د اورلګېدو علت د شپې له خوا د بې پېلوټه الوتکو حملې وې.

خو د اوکراین د پوځ یوه ویاند ویلي، په دې اړه چې کییف دې د دې اورلګېدو مسوول وي، کوم معلومات نه لري.

دا پېښه داسې وخت کېږي چې تېره جمعه د اوکراین پر ټولو برخو د روسیې په حملو کې لږ تر لږه ۲۵ ملکیان ووژل شول.

پر اوکراین د روسیې غیرموجه یرغل د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۴مه پیل شو چې لا هم دوام لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG