د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۹

د اوکراین ولسمشر پر روسیې د لا سختو بندیزونو لګولو پر اړتیا ټینګار وکړ


د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي پر اوکراین د روسیې د ۱۴ میاشتني یرغل د ژر ختمېدو لپاره پر روسیې د لا سختو بندیزونو لګولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي پر روسیې د لا سختو بندیزونو غوښتنه داسې وخت کوي چې د اوکراین پوځ نن یکشنبه په ځینو ښارونو کې د جګړو د دوام راپور ورکړی دی.

ویل شوي، تر ټولو سخته جګړه دا مهال د دونیڅک سیمې پر باخموت او ماریینکا ښارونو روانه ده.

په خارکییف کې محلي چارواکو ویلي چې تېره شپه په دې ښار کې د روسیې د لږ تر لږه پنځو میزاییلو تر لګېدو وروسته یوه ملکي زېربنا په اور سوځېدلې ده.

په همدې حال کې د روسیې دفاع وزارت ویلي، د دوی ځواکونو په باخموت کې ځینې پرمختګونه کړي او هلته یې درې بلاکونه نیولي دي.

د ازادې اروپا/ازادي راډیو د سختې جګړې په ډګر کې د یوه لوري ادعا هم په بې پرې ډول نه شي تاییدولی.

په همدې حال کې اروپايي ټولنه دا مهال د روسیې په وړاندې د خپلو اقتصادي او ډیپلوماتیکو بندیزونو پر یوه بسته کار کوي چې دا د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې له ۲۴مې پر روسیې د دې ټولنې د بندیزونو یوولسمه بسته ده.

د اروپايي کمېسیون مشرې اورزلا وان دیرلین ویلي چې د دغو بندیزونو هدف به په لومړي ګام کې پر روسیې له موجوده لګول شویو بندیزونو د تېښتې مخنیوی وي.

د اروپايي کمېسیون مشره اورزلا وان دیرلین
د اروپايي کمېسیون مشره اورزلا وان دیرلین

دغه راز د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت معین اندرې میلنیک پرون شنبه ویلي چې تر اوسه له اوکراین سره د شوې مرستې منندوی دی، خو دا مرستې کافي نه دي.

هغه په یوه ټویټ کې ویلي، روان کال پر اوکراین د روسیې د یرغل د ختمېدو لپاره اوکراین ۱۰ برابره نورې مرستې ته اړتیا لري.

هغه له شریکانو غوښتنه کړې، له ټولو مصنوعي سرو کرښو پښه واړوي او اوکراین ته د وسلو ورکولو لپاره د خپلو ناخالصو تولیداتو یو فیصده اختصاص کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG