د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

اوکراین ته د نورو پوځي مرستو د ورکولو په موخه بحثونه پیل شوي


د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي یو وار بیا په دې پوځي تړون کې د اوکراین د غړیتوب ډاډ ورکړ.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ یو وار بیا په دې پوځي تړون کې د اوکراین د غړیتوب د ملاتړ او د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لویډاسټین بیا تر هر وخت چې وي، له کییف د متحدانو د ملاتړ ډاډ ورکړ.

دغو چارواکو په جرمني کې اوکراین ته چې په ختیځ کې یې جګړې روانې دي، د نورو وسلو د لېږد پر موضوع د بحث لپاره غونډه رابللې ده.

د ناټو سرمنشي نن په خپلو خبرو کې زیاته کړه، اوس د متحدانو عمده تمرکز به پر دې وي چې د روسیې د غیرموجه یرغل په وړاندې به اوکراین غالبېږي او چې کله چې جګړه ودرېږي، کییف به د نورو حملو د مخنیوي اراده لري.

سټولټنبرګ او اسټین په جرمني کې د اوکراین د دفاع د تماس ډلې د غونډې په درشل کې دغه څرګندونې وکړې.

په جرمني کې د امریکا په رامشټیاین هوايي اډه کې جوړې شوې دغې غونډه کې د پنځوسو هېوادونو استازي بلل شوي چې اوکراین ته د نورې پوځي مرستې پر همغږۍبحث وکړي.

د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ وویل، متحدان به د دې غونډې پر مهال اوکراین ته د څو ډوله الوتکو د ورکړې پر امکان هم بحث وکړي، په همدې حال کې اسټین وویل، د دوی خبرې به اوکراین ته د مهماتو او هوايي دفاع پر بحثونو متمرکزې وي.

د دې غونډې په درشل کې د اوکراین دفاع وزیر اولکسی ریزنیکوف وویل، د اوکراین د دفاع د تماس ډلې غړو هېوادونو اوکراین ته د پام ظرفیتونه برابر کړي دي.

د اوکراین پوځ نن ویلي، د جګړې په میدان کې روسیې له زیانونو سره سره په ختیځ ښار باخموت کې خپل پوځي عملیات شدید کړي دي.

په باخموت کې د روانې جګړې له لومړۍ کرښې یو انځور. اوکرایني ځواکونه د جګړې پر مهال لیدل کېږي.
په باخموت کې د روانې جګړې له لومړۍ کرښې یو انځور. اوکرایني ځواکونه د جګړې پر مهال لیدل کېږي.

په همدې حال کې پر کییف او پولتاوا سیمې د بې پېلوټه الوتکو حملې شوي، چې زېربناوو ته یې زیانونه اړولي دي. بلخوا د اوکراین متحدان د اوکراین ځواکونو ته د اضافي پوځي ملاتړ برابرولو لپاره په چمتووالي بوخت دي.

د کییف د پوځي ادارې مشر سرهی پوپکو نن په ټلګرام کې ویلي، د اوکراین هوايي مدافع تېره شپه د کییف پر فضا په ایران کې د شاهد په نوم جوړې شوې اته بې پېلوټه الوتکې کشف او ویشتلي دي.

د پوپکو په خبره د لومړنیو راپورونو له مخې چا ته د سر او مال زیان نه دی اوښتی.

بلخوا په ختیځه سیمه پولتاوا کې پوځي مشر دمېترو لونین ویلي، د روسیې بې پېلوټه الوتکې په حمله کې یوه ملکي زېربنا زیانمنه شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG