د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

د بشري حقونو د څار سازمان: روسي ځواکونو خرسون کې د ملکيانو د شکنجې مرکز جوړ کړی و


د خرسون ښار يوه څنډه، ارشيف
د خرسون ښار يوه څنډه، ارشيف

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، چې روسي ځواکونو په خیرسون ښار کې د اوکراین عام خلک په غیر قانوني توګه نیولي او شکنجه کړي دي.

د دغه سازمان په راپور کې چې نن (د اپرېل ۱۳مه) خپور شو، راغلي چې روسي ځواکونو د ۲۰۲۲ کال له مارچ څخه تر نومبر میاشتې پورې د اوکراین په سوېل کې د خرسون ښار د اشغال پر مهال هلته د «شکنجې مرکز» جوړ او ځینې نور ورته تاسیسات یې هم اداره کول.

د دې نیویارک مېشتې بشري حقونو ډلې په راپور کې راغلي، د روسانو د شکنجې مرکز د خرسون په ټیپلونیریتیکیف Teploenerhetykiv واټ کې جوړ شوی وو او د ښاروالۍ په ودانۍ، سیمه‌يیز ښوونځي او د هوایي ډګر په ګدام کې هم د راپورونو له مخې نور توقیف ځایونه تاسیس شوي وو.

"د دې وحشتناکو عملونو مسؤل باید بې سزا پاتې نه‌شي."
یولیا ګوربونووا

د روسي ځواکونو د شکنجې او بند د قربانیانو په وینا چې د بشري حقونو د څار سازمان سره یې خبرې کړي، د روسیې اشغالګرو ځواکونو بندیان وهل ټکول، دردناکه برقي شاکونه یې ورکول او په مرګ یې ګواښل.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د اوکراین د برخې سرڅېړونکې یولیا ګوربونووا ویلي: "د دې وحشتناکو عملونو مسؤل باید بې سزا پاتې نه‌شي."

هغې زیاته کړې: "قربانیان او د دوی کورنۍ باید د دوی د رنځونو جبران او د ورکو خلکو په اړه معلومات ترلاسه کړي."

یولیا ګوربونووا
یولیا ګوربونووا

د بشري حقونو د څار په راپور کې ویل شوي چې: "په اوکراین کې د وسله‌والې جګړې ټولې خواوې مکلفې دي چې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو سره سم عمل وکړي."

د بشري حقونو د څار سازمان د یوه ورته راپور د جوړولو لپاره د سیمې له ۳۴ داسې اوسېدونکو سره خبرې کړي چې د ناوړه چلند او ځورونو ښکار شوي.

مرکه کوونکو خلکو ویلي، روسي ځواکونو ملکیان د اوکراین د پوځ یا د روسیې له ملاتړ برخمنو بېلتون غوښتونکو پر ضد د جنګیالیو د ملاتړ په تور نيول.

مسکو تر اوسه د دغه راپور په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو په تېر کې یې ویلي چې په اوکراین کې روسي ځواکونو جنګي جنایتونه نه‌دي کړي او نه یې ملکي وګړي په نښه کړي دي.

د اپریل په څلورمه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غوڅ اکثریت په اوکراین کې د احتمالي جنګي جرمونو د څېړلو لپاره د تحقیقاتي ادارې د ماموریت د غځولو او پراخولو په ګټه رایه ورکړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG