د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

روسیه کې د اوکراین د جګړې یو مخالف او منتقد خبریال په ۲۵ کاله بند محکوم شو


کارامورزا چې د محکمې په خونه کې د شیشې تر شا غلی ناست و او د قاضي خبرې یې اورېدلې، د اعتراض په توګه یې، روسیه به آزاده شي، شعار ورکړ.
کارامورزا چې د محکمې په خونه کې د شیشې تر شا غلی ناست و او د قاضي خبرې یې اورېدلې، د اعتراض په توګه یې، روسیه به آزاده شي، شعار ورکړ.

د روسیې یوې محکمې هغه خبریال په ۲۵ کاله بند محکوم کړ چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په وړاندې د کریملین یو تر ټولو سخت منتقد بلل کېږي.

د مسکو محکمې نن خبریال ولادمیر کارامورزا چې د روسیې او بریتانیا دوه ګونی تابعیت لري او د کریملن یو تر ټولو سر سخت منتقد بلل کېږي، د خیانت او نورو مواردو په تورپه ۲۵ کاله بند محکوم کړ.

خو نوموړي پر ځان لګول شوي ټول تورونه رد کړي دي.

د مسکو ښار محکمې چې نن دوشنبې نوموړی محاکمه کاوه، سالون له خبریالانو، ډیپلوماتانو او د هغه له ملاتړو ډک و.

کارا مورزا چې څه باندې یو کال مخکې د روسیې د وسله والو ځواکونو په اړه د غلطو معلوماتو د خپراوي په تور نیول شوی، د ده په خبره نږدې دوه ځلې چې د زهرو په وسیله مسموم کړای شوی و، له مرګه بچ شوی دی.

خبریالانو ویلي، کارامورزا چې د محکمې په خونه کې د شیشې تر شا غلی ناست و او د قاضي خبرې یې اورېدلې، د اعتراض په توګه یې، روسیه به آزاده شي، شعار ورکړ.

د روسیې خبري رسنیو د هغه د مدافع ټیم د یوې غړې ماریا ایسمونت له قوله ویلي چې وایي، د دغې پرېکړې پر وړاندې به د استېناف غوښتنه وکړي ځکه د دوی په باور په هغه کې یو شمېر حقوقي سرغړونې شوې دي.

د محکمې د دغې پرېکړې پر وړاندې نړیوالو سمدستي غبرګونونه ښکاره کړي او د دغه خبریال د ژرترژره خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د بریتانیا حکومت د محکمې دغه پرېکړه د روسیې په معاصر تاریخ کې د هغه چا لپاره تر ټولو سخته سزا بللې چې د اوکراین پر ضد د روسیې د جګړې پر وړاندې یې پر کریملین انتقاد کړی.

د بریتانیا حکومت په یوه بیان کې ویلي، ۴۱ کلن کارا مورزا ته چې د درې اولادونو پلار دی، د سیاسي انګېزې پر اساس دغه سزا ورکړل شوې ده.

په بیان کې همدارنګه ویل شوي چې په بریتانیا کې د روسیې سفیر احضار شوی او برتانوي چارواکي غواړي دا موضوع روښانه کړي چې بریتانیا د ښاغلي کارامورزا محکومېدل د عادلانه محاکمې د حق په ګډون له بشري حقونو څخه د روسیې له مسولیتونو سره په ټکر کې بولي.

بیان زیاتوي، نوموړي په زړورتیا پر اوکراین د روسیې یرغل غندلی، هغه چې د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو له منشور څخه بربنډه سرغړونه بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر ولکر ټرک له روسیې غوښتنه کړې چې له ځنډ پرته دې کارامورزا خوشې کړي.

هغه ویلي، نوموړي ته ظاهراً د هغه څه په خاطر سزا ورکړل شوې چې هغه په آزاده توګه د ده د عقیدې د څرګندولو له حق سره تړلې ده.

ټرک په یوه بیان کې وویل، هیڅوک باید د بشري حقونو د آزادي له حق څخه محروم نه شي او له روسي چارواکو غواړي چې نوموړی ژرترژره خوشې کړي.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف د دغې قضیې په اړه په مسکو کې د خبریالانو پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG