د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

اوکرایني ځواکونو په ختیځ کې د روسيې لسګونه بریدونه په شا تمبولي


په باخموت کې اوکرایني ځواکونه د جګړې پر مهال
په باخموت کې اوکرایني ځواکونه د جګړې پر مهال

روسي پوځیانو د اوکراین په ختیځ کې د تېرو څلورویشت ساعتونو په ترڅ کې په لسګونه بریدونه کړي دي.

اوکرایني پوځیان خبر ورکوي چې د پرون ورځې په ترڅ کې یې د روسانو شپېته حملې شا ته تمبولې دي.

په هغه بیان کې چې نن سهار وختي د اوکراین د لوی درستیز دفتر خپور کړ په کې راغلي چې روسي پوځیان په پرله پسې ډول د اوکراین پر صنعتي برخې په ختیځ کې حملې کوي، دوی د دونیڅک په سیمه کې د لیمان، باخموت، افدیفکا او مارینکا پر ښارونو او ښارګوټو تمرکز کړی دی.

اوکرایني پوځیان وایي چې دښمنانو په تېرو څلورویشت ساعتونو کې دوه د توغندیو او پنځه دېرش هوایي بریدونه کړي، همداراز یې د راکټ لانچر له سیستمه تر څلوېښتو ډېرې حملې کړي دي.

په اوکراین کې له نویو بریدونو سره سم راپورونه وایي چې روسي ځواکونو د باخموت په سیمه کې پرمختګ کړی دی.

پرون د بریتانیا پوځي چارواکو په خپل ورځني راپور کې وویل چې روسیي ځواکونو د باخموت ښار تر منځ پورې ځانونه رسولي او د باخموتکا سیند لوېدیځه غاړه یې نیولې ده.

اته میاشتې وشوې چې روسیې او اوکرایني ځواکونه په باخموت کې په جګړه دي او د دې ښار پر سر دا جګړه د ۲۰۲۲م کال د فبروري له څلورویشتمې راپه دې خوا چې ولادیمیر پوتین پر اوکراین برید پيل کړ، تر ټولو اوږده او خونړۍ جګړه ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا خپلو پوځیانو ته امر کړی چې د دونیڅک، لوهانسک، زاپروژیا او خرسون سیمې په بشپړ ډول ونیسي.

مسکو دا سیمې په غیرقانوني ډول له خپلې خاورې سره یوځای کړې دي.

اوکرایني پوځیان بیا وایي چې روسیي یرغلګر ځواکونه د زاپروژیا او خرسون له اشغال شویو سیمو د کریمیا ټاپوزمه سیمې ته د ملکیانو د انتقالېدو لپاره تیاری نیسي.

دا ځواکونه دا خبره هم کوي چې دوی به ډېر ژر د اشغال شویو سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات پيل کړي.

بل لور ته د جمعې په ورځ د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د پلازمېنې کییف په لمنو کې د مسلمانانو یوه جومات ته ورغی او له اوکرایني مسلمانو پوځیانو سره یې روژه ماتی وکړ.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي له خپلو ځواکونو سره د روژه ماتې پرمهال
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي له خپلو ځواکونو سره د روژه ماتې پرمهال

زیلینسکي هغوی ته وویل چې اوکراین به بېرته کریمیا ټاپوزمه تر خپل واک لاندې راولي.

کریمیا له اصله د تاتارانو ځای دی چې مسلمانان دي.

زیلینسکي زیاته کړه چې د اوکراین پر ضد د روسیې هڅې په ۲۰۱۴م کال کې له دې سره پیل شوې چې کریمیا ټاپوزمه یې له خپلې خاورې سره الحاق کړه او د کریمیا له ازادېدو پرته بله لاره نه شته.

د اوکراین ولسمشر بیا وویل چې دی ډاډه دی چې دا بریا به د اوکراین په برخه شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG