د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۵

زیلینسکي: پولنډ د اوکراین په بیا رغونه کې مهم رول لوبولای شي


د عکس ښي لور ته د پولنډ ولسمشر اندژې دودا او چپ لور ته د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د خبري غونډې پرمهال
د عکس ښي لور ته د پولنډ ولسمشر اندژې دودا او چپ لور ته د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د خبري غونډې پرمهال

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي چې د پولنډ له پلازمېنې وارسا څخه کتنه تر سره کوي، نن وویل چې اوکراین پولنډ یو د لوېدیځ له خپلو نږدې متحدینو او هغه شریک ګڼي چې د روسیې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د دې هېواد په بیا رغونه کې مهم رول لوبولای شي.

زیلینسکي د پولنډ له ولسمشر اندژې دودا او صدراعظم ماټیوش موراویسکي سره له کتنې وروسته له خپل پولنډي سیال سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې دغه څرګندونې وکړې.

د پولنډ ولسمشر اندژې دودا په دې خبرې کنفرانس کې وویل چې پولنډ به اوکراین ته ۱۴ میګ ۲۹ جېټ جنګي الوتکې ورکړي.

دودا وویل چې څلور میګ ۲۹ الوتکې چې په هنګرونو کې ولاړې وې، په وروستیو میاشتو کې د اوکراین وسله والو ځواکونو ته سپارل شوي او څلور نورې اوس ورکول کېږي چې شمېر به یې اتو ته ورسېږي.

هغه زیاته کړه دوی چمتو دي چې شپږ نورې میګ ۲۹ الوتکې هم کییف ته ورکړي او د دغو الوتکو لېږد به ډېر ژر تر سره شي.

د پولنډ ولسمشر همدارنګه وویل چې وارسا هڅه کوي چې د ناټو په راتلونکې سرمشریزه کې چې د لیتوانیا پلازمېنه وینوس به یې د جولای په یولسمه او دولسمه کوربه وي، د اوکراین لپاره اضافي امنیتي ضمانتونه ترلاسه شي.

پولنډ پر اوکراین د روسیې د یرغل راهیسې د خپل ختیځ ګاونډي لپاره د لوېدیځ د پوځي او سیاسي ملاتړ په راجلبولو کې مهم رول لوبولی دی.

پولنډ همداراز په خپله خاوره کې شاوخوا یو میلیون اوکراینیانو ته پناه ورکړې ده.

پولنډ ته د اوکراین د ولسمشر له سفر مخکې پرون د هغه دفتر وویل چې زیلینسکي د اروپایي کمېسیون له مشرې اورزولا فون دیرلاین سره په ټیلفوني خبرو کې پرروسیې د اروپایي ټولنې د اضافي بندیزونو په اړه خبرې وکړې.

فون دیرلاین په یوه ټویټ کې وویل چې اوکراین به په پېکېنګ کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د دې د کتنې یوه مهمه موضوع وي.

نوموړې به د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره چین ته په هغه سفر کې چې نن پیلېږي او د اپرېل تراومې دوم کوي، ملګرې وې.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

د اوکراین ولسمشر داسې مهال له پولنډ څخه کتنه ترسره کوي چې اوکرایني ځواکونه په ختیځه جبهه کې د روسي ځواکونو د بریدونو پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکوي.

روسي ځواکونو له څو میاشتو راهیسې د دونیڅک په سیمه کې د باخموت او یو شمېر نورو مهمو ښارونو د نیولو لپاره هڅې چټکې کړې دي.

د دونیڅک د سیمې والي پاولو کیریلینکو نن وویل چې په سیمه کې د روسي ځواکونو د تېرې شپې په بریدونو کې ۴ ولسي وګړي وژل شوي او یوولس نور ټپیان دي.

د جنوبي خیرسون د سیمې چارواکو هم د روسیې په بریدونو کې د درې کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د اوکراین د پوځ لوی درستیز دغه راز نن په یوه بیان کې وویل چې د اوکراین دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسیې څه باندې ۶۰ بریدونه په شا تمبولي دي.

ویل شوي چې د دغو بریدونو ډېری یې پرباخموت، اویدیوکا او ماریانکا متمرکز و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG