د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

پولنډ ته د زیلینسکي سفر؛ پر اقتصادي، سیاسي او امنیتي وضعیت بحث کوي


د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

ټاکل شوې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي ګاونډي هېواد پولنډ ته سفر وکړي.

د پولنډ د ولسمشر د بهرنیو چارو سلاکار مارچین پرژېداچ نن دوشنبه ویلي، د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي را روانه چهارشنبه پولنډ ته ځي.

پرژېداچ خصوصي راډیو آر ایم ایف ته ویلي، دغه رسمي سفر د پولنډ د ولسمشر اندژې دودا په بلنه کېږي چې یوازې به پر امنیتي وضعیت نه، بلکې پر ګڼو مسایلو له دې ډلې اقتصادي او سیاسي ملاتړ بحث وشي.

د پولنډ د ولسمشر د بهرنیو چارو سلاکار زیاته کړې چې د اوکراین ولسمشر زیلینسکي به د چهارشنبې په ورځ د وارسا د ماڼۍ په میدان کې له پولنډیانو او هغو اوکراینیانو سره وګوري، چې په اوکراین کې د جګړې له کبله پولنډ ته کډه شوي دي.

زیلینسکي وروستی ځل له خپل پولنډي ساري سره د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر میاشت کې کتلي وو.

کله چې روسیې د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ، د اوکراین ګڼ وګړي پولنډ ته کډه شول.

بلخوا، د جرمني د صدراعظم مرستیال رابرټ هابیک پر سیاسي مسایلو د بحث لپاره نن دوشنبه د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېد.

له هغه سره په دې سفر کې د سوداګرو یو کوچنی هیئت ملګری دی.

د جرمني د صدراعظم مرستیال رابرټ هابیک
د جرمني د صدراعظم مرستیال رابرټ هابیک

هابیک چې د جرمني د صدراعظم مرستیال او د اقتصاد وزیر دی، کییف ته د سفر په درشل کې ویلي وو چې هدف اوکراین ته هیله ورکول دي څو دغه هېواد به تر جګړې وروسته بېرته رغول کېږي.

دا تحول په داسې حال کې راځي، چې د اوکراین د ختیځ ښار باخموت په شا و خوا کې لا هم جګړې روانې دي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي داسې اشارې نه دي ورکړل، چې دغه ښار دې د روسي ځواکونو لاس ته ورغلی وي، خو د روسیې د واګنر شرکت د اجیرو پوځیانو مشر د دې ښار د نیولو ادعا کړې وه.

یوفګیني پریګوژین پرون یکشنبه په یوه ویډیو کې چې په ټیلګرام کې یې خپره کړې ویلي، د ده پوځیان چې د دې بمبار شوي ښار د محاصرې په هڅه کې دخیل وو، د ښار پر دولتي ودانۍ یې د روسیې بیرغ اوچت کړی دی.

د اوکراین چارواکو داسې څرګندونې نه دي کړي چې باخموت ښار دې د روسي ځواکونو لاس ته ورغلی وي، په دې ښار کې د روسیې تر یرغل مخکې ۷۰زره کسان اوسېدل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG