د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

روسیې ته د امنیت شورا د مشري سپارل؛ زیلینسکي یې پوچ او ویجاړوونکی اقدام بولي


د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د روسیې استازی
د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د روسیې استازی

اوکراین، روسیې ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوره يي مشرۍ سپارل د نړیوالې ټولنې پرمخ یوه درنه څپېړه بللې ده.

روسیې د شنبې په ورځ د اپرېل لومړۍ نېټه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره يي مشري واخیسته.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د دې تحول په ځواب کې وویل، دا ثابتوي، چې نړیوال بنسټونه له ماتې سره مخامخ شوي دي.

د اوکراین ولسمشر چې تېره شپه ناوخته خبرې کولې زیاته کړه، هغه کسان چې د ترور مسوول دي، باید دا اجازه ونه لري، چې د نړیوالو ادارو مشري پر غاړه واخلي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

زیلینسکي وویل، د روسیې پوځ د اوکراین یو بل ۵ میاشتنی ماشوم هم وژلی، خو په عین حال کې روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره يي مشري اخلي.

بل لوري ته مسکو ویلي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف غواړي چې پر بېلابېلو موضوعاتو د امنیت شورا ځینې غونډې راوبولي.

روسیه چې د یوې میاشتې لپاره د امنیت شورا مشري پر غاړه لري، پر لویو پرېکړو به لږ اغېز ولري، خو کاري اجنډاوې به پرمخ بیايي.

تر دې مخکې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا د روسیې له خوا د امنیت شورا مشري د نړیوالې ټولنې پرمخ یوه څپېړه بللې وه.

هغه د امنیت شورا له نورو غړو وغوښتل چې روسیه دې نه پرېږدي چې د امنیت شورا له مشرۍ ناوړه استفاده وکړي.

امنیت شورا چې ۱۵ دایمي لري چې پنځه نور غړي یې لکه د امریکا متحد ایالتونه، روسیه، چین، بریتانیا او فرانسه یې دایمي غړي دي.

هر پنځلس غړی په دوره یي ډول د امنیت شورا مشري د یوې میاشتې لپاره کوي.

وروسته له هغې چې روسیې د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین یرغل کړی، لومړی وار دی، چې د امنیت شورا مشري اخلي.

د امریکا متحدو ایالتونو هیله ښوولې چې روسیه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مشرې په توګه له خپلو مسوولیتونو د ناوړه تبلیغاتو لپاره کار وانخلي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا توماس ګرینفیلنډ د فرانسې له خبري اژانس سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، هیله منه ده چې روسیه په دې موده کې مسلکي چلند وکړي، خو هغې په دې اړه شک څرګند کړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG