د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۷

اوکراین جګړه؛ روسیې پر باخموت لسګونه بریدونه کړي


د اوکراین لومړۍ کرښه کې د دې هېواد د سرتېرو انځور چې په جګړه بوخت دي.
د اوکراین لومړۍ کرښه کې د دې هېواد د سرتېرو انځور چې په جګړه بوخت دي.

د اوکراین په خیتځ باخموت ښار کې لا هم جګړه دوام لري.

د اوکراین په ختیځ باخموت ښار کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې روسیې په لسګونه بریدونه کړي دي.

د اوکراین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ادارې ویلي، د باخموت په جبهه کې په لیمان، بخموت، اودیفکا، ماریینکا او شاختارسک کې ۵۹ وسله وال بریدونه شوي دي.

په تېرو څو اونیو کې دغه سیمه د سختو جګړو شاهده وه.

له دې یوه ورځ وړاندې د اوکراین پوځ ویلي وو چې د ځینو کارپوهانو د هغو ادعاوو پر خلاف چې وايي، پر باخموت د روسیې په څو میاشتي یرغل کې روسیې ځواکونه کمزوري شوي، خو دوی د روسیې ځواکونو په بریدونو کې کوم بدلون نه دی احساس کړی.

په امریکا کې د جګړې د مطالعاتو انسټېټوټ لیکلي، پر اوکراین د روسیې پسرلنی برید اوج ته رسېدلی او روسي قوماندان باید د جګړې مخته وړلو لپاره ډېر سرتېري د اوکراین په لوري ولېږي.

د اوکراین پوځ هم خبر ورکړی چې د روسیې پر اهدافو يې هوايي بریدونه کړی او یوه نظامي هیلیکوپټره يې راغورځولې ده.

دا اعلامیه د خپلواکو سرچینو له لوري نه ده تایید شوې.

د اوکراین په سویل د خرسون سیمې دفاعي ځواکونو نن د مارچ په ۲۵مه راپور ورکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغلته څو راکټي بریدونه شوي، څو هاوان مرمۍ پر استوګنو سیمو لګېدلي او دوه ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.

له دې سره هممهاله د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ماموریت د اوکرایني او روسي سرتېرو له خوا د جګړې په میدان کې د جنګي اسیرانو د وژل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ماموریت مشرې ماتیلدا بوګنر د اوکراین په پلازمېنې کییف کې په یوه خبري کنفرانس ویلي، د دوی سازمان په وروستیو کې څو وژنې دواړو خواو ته ثابتې کړې دي.

ماتیلدا بوګنر
ماتیلدا بوګنر

د هغې په خبره دا کړنې د ډېرې اندېښنې وړ دي او داسې وژنې د جګړې په دګړ کې له نیولو وروسته ترسره کېږي.

د بوګنر په خبره شاوخوا ۲۵ داسې قضیې یې ثبت کړي چې په کې اوکرایني سرتېري د روسي جنګي اسیرانو یا نورو کسانو په وژنو کې ښکېل دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG