نړۍ
پوتین د اوکراین اشغال شوي بندري ښار ماریوپول ته تللی

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په نااعلان شوي سفر د اوکراین اشغال شوي بندري ښار ماریوپول ته تللی دی.
روسي رسنیو راپور ورکړی چې کرملین دغه اعلان نن یکشنبه وکړ.
ټاس خبري اژانس لیکلي، دا د پوتین سفر کاري سفر و چې دغه ښار ته یې وکړ.
ماریوپول په وروستیو سختو جګړو کې تر ډېره ویجاړ شوی دی.
د ټاس اژانس په وینا ښار ته له رسېدو وروسته پوتین په څرخي الوتکه کې د دې ښار ګڼې ساحې وکتلې او له ځايي خلکو سره یې خبرې وکړې.
په دې سفر کې د روسیې د صدراعظم مرستیال مارات خوسنولین په سیمه کې د بیارغونې د چارو په اړه پوتین ته معلومات ورکول.
پوتین تر دې یوه ورځ مخکې د روسیې له خاورې سره د تور سمندرګي د ټاپووزمې کریمیا د الحاق د نهمې کلیزې په مناسبت دغې سیمې ته سفر کړی و.
د روسیې هغه اقدام غیرقانوني بلل شوی او په نړیواله سطحه غندل شوی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پاکستان کې د څلورو پوليسو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی

د پاکستان پولیس په خیبر پښتونخوا کې د سخت دریځو وسلهوالو په برید او ماین چاودنه کې د څلورو پولیسو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د پولیسو سیمهییز مشر اشفاق خان ویلي چې، څلور پولیس نن سهار وختي لکي مروت ښارګوټي ته پر لاره هغه مهال ووژل شول چې پر موټر یې په لاره کې یو ښخ شوی ماین وچاودېد.
دغه پولیس سیمې ته د دې لپاره تلل چې هلته د پولیسو پر یوه ماموریت د وسلهوالو د برید په وړاندې د خپلو همکارانو ملاتړ وکړي.
د پولیسو پر ماموریت په دغه برید کې شپږ پولیس ټپیان شوي دي.
پاکستاني طالبانو د دواړو بریدونو مسولیت اخیستی دی.
دې ډلې وروسته له هغې په پاکستان کې حملې زیاتې کړي چې، د نومبر په میاشت کې یې د پاکستان له حکومت سره اوربند مات کړ.
ګروسي: اوکراين کې د زاپوريژيا اټومي تاسيسات بايد له حملو خوندي وساتل شي

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادرې مشر رافایل ګروسي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې، له حملو د اوکراین د زاپوریژیا د اټومي تاسیساتو د خوندي کولو لپاره باید له هر احتیاطي اقدام څخه کار واخیستل شي.
ګروسي چې اوکراین ته د یوه اتلس کسیز پلاوي په مشرۍ سفر کې له دغو تاسیساتو کتنه ترسره کړې، پرون چهارشنبې خبریالانو ته وویل عمومي وضعیت نهدی ښه شوی او دا واضح ده چې پوځي فعالیتونه په ټوله سیمه کې زیات شوي دي.
هغه یوځل بیا د دغو تاسیساتو اړوند د یوه خوندي زون د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.
ګروسي د دغو تاسیساتو له کتنې د مخه هیله ښودلې وه چې روسیه او اوکراین به پر دغو تاسیساتو د برید نه کولو د ژمنې په ګډون پر امنیتي اصولو هوکړه وکړي.
اوکراین له سیمې د روسي ځواکونو چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ له میاشتې راهیسې یې په ولکه کې ده، د وتلو غوښتنه کوي.
د اواکراين پوځ: پر بخموت د روسي پوځيانو د بريدونو لړۍ مو په شا تمبولې

د اوکراین پوځ وایي، پر بخموت ښار د روسي پوځیانو د درنو بریدونو یوه لړۍ یې په شا تمبولې ده.
د اوکراین د لوی درستیز دفتر د چهارشنبې په ورځ په خپل ورځني راپور کې وویل، بخموت ښار د دوی تر کنټرول لاندې دی.
په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وایي، هېواد یې په هیڅ صورت د بخموت په جګړه کې ناکامه کېدای نهشي.
د اوکراین پر ختیځ سربېره د دغه هېواد په جنوبي ښار خیرسون کې هم توده جګړه روانه ده.
په دغه ښار کې د اوکراین د پوځ یوه مسول ویلي، په څلورویشتو ساعتونو کې د روسي پوځیانو تحرکات بې وقفې روان وو.
ايران کې د تريتم شوي سني امام عبدالغفار نقشبندي د احتمالي وژنې خبرداری ورکړل شوی

د ایران د سیستان بلوچستان ولایت د راسک سیمه د سنیانو امام چې دا مهال لادرکه دی، په یوه ويډیو کې د امنیتي ځواکونو لهخوا د ده د وژلو یا نیولو د احتمال خبرداری ورکوي.
د ازادي راډیو د ایران څانګې راډیو فردا پرون راپور ورکړ چې، په دې تړاو د عبدالغفار نقشبندي ویډیویي پيغام په تیلګرام چینل کې خپور شوی، خو کره نیټه یې معلومه نهده.
د نقشبندي د کورنۍ غړي وایي، هغه څلور میاشتې وړاندې په مشهد کې د روحانیت ځانګړې محکمې ته ولاړ او له همغه وروسته یې څرک نه لګیږي.
دغه سني مذهبه مولوي په خپله ویډیو کې ویلي، په زاهدان کې د معترضانو د وژلو د غندلو په پار ممکن له هر خطر سره مخامخ شي.
د ایران دولتي رسنۍ له هغې ډلې ایرنا او تسنیم راپور ورکړی چې، نقشبندي په جاسوسۍ تورن شوی او د نیول کېدو له حکم وروسته یوه ګاونډي هېواد ته انتقال شوی دی.
د نقشبندي دفتر بیا دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي، د ایران رژیم غواړي چې هغه په فزیکي ډول له منځه یوسي.
پرتګال کې د وروستۍ پېښې په اړه نوې موندې خپرې شوي

د پرتګال چارواکو نن وویل چې هېڅ نښې نه دي موندل شوي چې په پلازمېنه لیزبن کې د اسماعیلیانو په اسلامي مرکز کې د دوو ښځو وژنه دې یو ترهګریز عمل وګڼل شي.
د پرتګال د قضایي پولیسو مشر لویس نیویس نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې پلټونکو نه ده موندلې چې توقیف شوي تورن کس چې دغه حمله یې د چړې په ذریعه ترسره کړې، په افراطي فعالیتونو کې لاس لرلی وي.
د پرتګال پولیسو د سې شنبې په ورځ وویل چې دغه پېښه د احتمالي تروریستي عمل په توګه څېړي.
د پرتګال د کورنیو چارو وزیرخوزي لیویس کارنیرو ویلي چې تورن یو افغان کډوال دی چې د پناه غوښتونکو لپاره د اروپایي ټولنې د یوه پروګرام په ترڅ کې دې هېواد ته ورغلی.
هغه ویلي چې دغه افغان له رواني پلوه په ناوړه حالت کې و ځکه خپله مېرمن یې پرتګال ته له رسېدو مخکې په یونان کې د کډوالو په یوه کمپ کې له لاسه ورکړې وه او په یواځې سر د نهو، اوو او څلورو کلونو په عمر د درې ماشومانو پالنه ورله غاړې ده.
نوموړی چې له تسلیمېدو یې ډډه کوله او د پولیسو په ډزو ویشتل شوی، اوس په روغتون کې دی.
د اسماعلیانو پردې مرکز په برید کې دوه کارکوونکې چې یوه د بریدکوونکي ۴۰ کلنه ښوونکې او بله یې ۲۰ کلنه ټولګيواله وه، وژل شوي او یوبل تن سخت ټپي شوی.
زلنسکي: د نړۍ په پرېکنده اقدام سره د اوکراین جګړه پای ته رسېدای شي

د اوکراین ولسمشر وايي، که نړۍ قاطع اقدام وکړي نو په دې هېواد کې جګړه ژر پای ته رسېدلی شي.
ولودمیر زلنسکي په خپله بېګانۍ ویډیويي وینا کې وویل، دی باور لري چې پر اوکراین د روسیې یرغل تر هغه وخته چې ځینې یې اټکل کوي، ژر پای ته رسېدلی شي خو په هغه صورت کې چې نړۍ چټک او قاطع اقدام وکړي.
په داسې حال کې چې روسيه د ختیځ بخموت ښار د نیولو لپاره جګړو ته دوام ورکوي زلنسکي د اوکراین د مقاومت او نه تسلیمېدو دلایل بیان کړل.
ده په دې دلایلو کې د اوکراین ویجاړ ښارونه او کلي، په نورو هېوادو کې د خلکو د ژوند د تباهۍ ګواښ او د سولې له خبرو د روسیې دوامداره تېښته یاد کړل.
د اوکراین د پوځ ستر درستیز پرون وویل چې، روسي ځواکونه په بخموت ښار کې حملو ته دوام ورکوي خو اوکرایني ځواکونه یې په ټینګ هوډ مخه نیسي.
پاکستان د امريکا په نوښت د ډيموکراسۍ سرمشريزه کې ګډون نه کوي

پاکستان اعلان کړی چې، په روانه اوونۍ کې د متحدوایالتونو په نوښت د ډیموکراسۍ په نوم سرمشریزه کې ګډونه نهکوي.
د ولسمشر جوبایډن ادارې د نړۍ د ۱۲۰ هېوادونو مشرانو ته په دې غونډه کې چې نن او سبا په واشنګټن کې جوړېږي، د ګډون بلنه ورکړې.
د دې غونډې مشري به امریکا له کوستاریکا، هالنډ، جنوبي کوریا او زامبیا سره په ګډه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د امریکا او د غونډې د نورو تنظیموونکو مننه کړې او ویلي یې دي چې، پاکستان به د ډیموکراسۍ د اصولو د ترویج او پیاوړتیا په برخه کې له امریکا او د غونډې له نورو ګډونوالو سره دوه اړخیزه همکاري وکړي.
په 'سرپسکا' کې له غير انتفاعي سازمانونو د مالي راپورونو ورکولو غوښتنه شوې

د بوسنیا هرزګوینا فډراسیون د سرپسکا جمهوریت یو چارواکی وايي، د بهرنیو اجنټانو د نوي قانون لهمخې، تر دې وروسته غیرانتقاعي سازمانونه اړ دي، چې په عدلیې وزارت کې د خپل مالي په اړه راپور ورکړي.
د سرپسکا جمهوریت د عدلیې وزیر میلوش بوکیلوویچ پرون سهشنبه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "د یادولو وړ ده چې د کلني تفتیش تر څنګ دا قانون دا امکان برابروي، څو په سرپسکا جمهوریت کې ټول حقیقي اشخاص او حقوقي بنسټونه د درخواست یوه فورمه ولېږي او دغه سازمانونه کېدی شي له مخکېني پلان پرته هم وڅېړل شي او تفتیش یې وشي."
د راپورونو لهمخې، د بوسنیا هرزګوینا فډراسیون په سرپسکا جمهوریت کې پر غیرانتفاعي بنسټونو چې له بهره تمویلېږي، فشارونه زیات شوي دي.
برېتانيا او پولنډ اوکرايني بېکوره شويو ته د استوګنې اسانتياوې برابروي

د برېتانیا حکومت وايي، له پولنډ سره یو ځای هغو کسانو ته د استوګنې اسانتیا برابروي، چې پر اوکراین د روسیې تر غیرموجه یرغل وروسته بېکوره شوي دي.
ویل شوي، چې د اوکراین په لوېدیځ او مرکز کې به دغو بېکوره شویو ته دوه موقتي کلي جوړ شي.
برېتانیا او او پولنډ ژمنه کړې ده چې، د دغو کلیو د جوړولو لپاره به لس ملیون پاونډه چې د ۱۲ اعشاریه ۳ ملیون ډالرو معادل کېږي، ورکوي.
د روسیې د یرغل په وړاندې د برېتانیا د ځواب د برخې په توګه د اوکراین زر وګړي د برېتانوي کورنیو لهخوا منل شوي، خو ځینې یې د دایمي کورونو په پیدا کولو کې زیاتې ستونزې لري.
د برېتانیا دولت ویلي، دغه کلي په «لویو» او «پولتاوا» کې جوړېږي، چې تر ۷۰۰ زیات کسان پهکې ځایېږي.
پر اوکراین د روسیې غیرموجه یرغل د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پیل شو، چې له کبله یې په ملیونونو اوکراینیان اړ شول چې له خپلو اصلي مېنو یا په اوکراین کې دننه بل ځای ته کډه شي یا هم له اوکراین ووځي.
ايران کې د سپاه پاسداران يو جګپوړي قومندان اعتراض کوونکو ته خبرداری ورکړی

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک یوه جګپوړي قومندان د ایران په جنوب ختیځ سیستان ـ بلوچستان ولایت کې معترضینو ته د رژیم له سرو کرښو د تېرېدو په وړاندې خبرداری ورکړی دی.
په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو په توقیف کې د ځوانې د مهسا امیني د مړینې په غبرګون کې د معترضینو د خونړۍ ځپنې وروسته هره اوونۍ د جمعې له لمانځه وروسته خلک د حکومت ضد اعتراضي لاریونونه ترسره کوي.
د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور لهمخې، د دغه ځواک د پلي ځواکونو قومندان محمد پاکپور ویلي چې، په دې ولايت کې لاریونونه هغه کسان چې ده ورانکاري افراد او دښمنان وبلل، ترسره کوي.
نوموړي خبرداری ورکړ چې که څوک د خلکو د امنيت د خرابولو هڅه وکړي، له سختو عواقبو سره به مخ شي.
هغه په دې اړه چې د حکومت لپاره سره کرښه څه ده، نور جزئیات ورنهکړل.
د سیستان ـ بلوچستان ولایت په ډېرو سیمو کې د انترنېټ د خرابوالي او د معترضینو کورنیو ته د امنیتي ادارو لهخوا د ګواښ له امله د ډېرو نیول شویو کسانو د وضعیت په اړه کره معلومات نهشته.
په زاهدان کې د سپټمبر په دېرشمه د امنیتي ځواکونو لهخوا په خونړي تاوتریخوالي کې نږدې سل کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي و.