د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۶

د اوکراین د غله جاتو د صادراتو تاریخي موافقه غځول شوې


د اوکراین د غنمو کروندې
د اوکراین د غنمو کروندې

د ترکیې ولسمشر او اوکرایني چارواکو تایید کړه، چې د غله جاتو د صادراتو تاریخي موافقه وغځول شوه.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او اوکرایني چارواکي وايي، هغه بېسارې موافقه چې د جګړې پر مهال د اوکراین غله جاتو ته اجازه ورکوي، څو افریقايي هېوادونو، منځني ختیځ او اسیايي هېوادونو ته ولېږدول شي، تمدید شوې ده.

د نړۍ په دغو برخو کې لوږه په زیاتېدو ده او د خوراکي موادو د بیو لوړېدو هم خلک اندېښمن کړي دي.

د اوکراین د صدراعظم مرستیال الکساندر کوباکوف پرون شنبه په یوه ټویټ کې وویل، چې دغه موافقه د ۱۲۰ ورځو لپاره تمدید شوې، خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا موده نه ده تایید کړې.

اوکراین، ترکیې او ملګرو ملتونو د دې موافقې پر ۱۲۰ ورځني تمدید ټینګار کاوه، خو روسیه غواړي یوازې یې د ۶۰ ورځو لپاره تمدید کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جرمونو نړیوالې محکمې په وروستیو کې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین پر خلاف حکم صادر کړی او هغه یې له اوکراین څخه د ماشومانو په تښتونه کې په دخالت تورن کړی دی.

د محکمې دغه حکم د اوکراین د حکومت له هرکلي سره مخامخ شوی، خو مسکو غندلی دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن هم د جرمونو نړیوالې محکمې دغه پرېکړه چې د جنګي جنایتونو له کبله د ولادمیر پوتین د نیولو حکم کوي، د توجیه وړ بللې ده.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ پرون شنبه په توکیو کې د جاپان له صدراعظم فومیو کیشیدا سره په یوه ګډ کنفرانس کې وویل، د جرمونو نړیواله محکمه د جنګي جنایتونو د څېړنې لپاره مناسب بنسټ دی.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ

شولڅ وویل: "هېڅوک تر قانون لوړ نه دی. دا د بین المللي حقوقو مهم اصل دی چې په واقعیت کې دغسې دی او موږ ټول پوهېږو چې د جرمونو نړیواله محکمه یو مهم بنسټ دی چې د نړیوالو تعهداتو پر اساس دغه ماموریت ورکړل شوی دی."

بلخوا اوکراین پرون شنبه اعلان وکړ، چې د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا د ولادمیر پوتین د نیولو د حکم تر صادرېدو وروسته، د اوکراین پر بېلابېلو برخو د روسي ځواکونو د بې پېلوټه الوتکو حملې بیا پیل شوې.

د اوکراین هوايي ځواکونو اعلان کړی، چې روسیې د اوکراین پر مرکزي، لوېدیځو او ختیځو برخو ۱۶ حملې کړې دي، چې ۱۱ یې د اوکراین د هوايي مدافع له خوا دفع شوي دي.

پر اوکراین د روسیې غیر موجه یرغل د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پیل شو، چې لا هم دوام لري او په وروستیو کې د اوکراین په ختیځ کې د جګړې شدت نور هم زیات شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG