د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

ترکیه: ښايي سبا د اوکراین د غلو د صادراتو بهیر پیل شي


اوکراین او روسیه په نړۍ کې د غلو دوه ستر صادرونکي هېوادونه دي.
اوکراین او روسیه په نړۍ کې د غلو دوه ستر صادرونکي هېوادونه دي.

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ویلي، چې د دې ډېر امکان شته چې د اوکراین د غلو د صادراتو لومړنۍ کښتۍ سبا د اوکراین له بندره وخوځېږي.

ابراهیم قالین نن د ترکیې اوم تلوېزیوني چینل ته وویل، که ټولې چارې تر سبا پورې بشپړې شي، د دې ډېر احتمال شته چې لومړنۍ کښتۍ به د اوکراین له بندره وخوځېږي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د تېرې اونۍ په پیل کې ویلي و، چې اوکراین چمتو دی چې له جنوبي بندرونو د کښتیو په ذریعه د خپلو غلو صادرات چې په میلیونو ټنو ته رسېږي پیل کړي او ترکیې او ملګرو ملتونو ته چې پر دې بارونو له څارنې سره یې موافقه کړې، منتظر دي چې دغه عملیات پیل کړي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي

کییف او مسکو له ترکیې او ملګرو ملتونو سره د جولای په ۲۲ یو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې د اوکراین له درېیو بندرونو، ادیسه، چورنومورسک او یوژنې څخه چې د فبرورۍ د میاشتې له ورستیو راهیسې له کله چې روسیې پر اوکراین یرغل پیل کړی، د مسکو تر محاصرې لاندې دي، د غلو صادرات پیلېږي.

د دغه تړون له مخې به د اوکراین غلې او کیماوي سرې ته چې اندازه یې میلیونونو ټنو ته رسېږي، د کښیو په ذریعه د نړۍ بازارانو ته چې د خوراکي موادو د بیو د زیاتوالي له بحران سره مخامخ دي، لاره ومومي.

اوکراین او روسیه په نړۍ کې د غلو دوه ستر صادرونکي هېوادونه دي.

XS
SM
MD
LG