د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۰

پوتین په نااعلان شوي سفر د اوکراین اشغال شوي 'ماریوپول' ښار ته تللی


په دې سفر کې د روسیې د صدراعظم مرستیال مارات خوسنولین په سیمه کې د بیارغونې د چارو په اړه پوتین ته معلومات ورکول.
په دې سفر کې د روسیې د صدراعظم مرستیال مارات خوسنولین په سیمه کې د بیارغونې د چارو په اړه پوتین ته معلومات ورکول.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په نااعلان شوي سفر د اوکراین اشغال شوي بندري ښار ماریوپول ته تللی دی.

د ټاس اژانس په وینا د اوکراین اشغال شوي ښار ماریوپول ته له رسېدو وروسته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په څرخي الوتکه کې د دې ښار د جنوب ختیځ ګڼې ساحې وکتلې او له ځايي خلکو سره یې خبرې وکړې.

دغه ساحې د سختو جګړو له کبله ویجاړې شوې دي.

په دې سفر کې د روسیې د صدراعظم مرستیال مارات خوسنولین په سیمه کې د بیارغونې د چارو په اړه پوتین ته معلومات ورکول.

کییف لا د دې سفر په اړه سم د لاسه کوم عکس العمل نه دی ښودلی.

پوتین تر دې یوه ورځ مخکې د روسیې له خاورې سره د تور سمندرګي د ټاپووزمې کریمیا د الحاق د نهمې کلیزې په مناسبت کریمیا سیمې ته سفر کړی و.

په ۲۰۱۴م کال کې د روسیې هغه اقدام غیرقانوني بلل شوی او په نړیواله سطحه غندل شوی دی.

پوتین په داسې حال کې د اوکراین ماریوپول ښار ته په نااعلان شوي سفر تللی چې نړیوالې جزایي محکمې د اوکرایني ماشومانو د جبري اخراج له کبله د پوتین د نیولو حکم صادر کړ.

محکمه وايي، د دې حکم معنی دا ده که پوتین د دې محکمې د ۱۲۳ غړو هېوادونو هر غړي هېواد ته داخل شي، نیول کېږي.

کرملین دغه حکم غندلی او ټینګار یې کړی چې دا حکم ځکه باطل دی چې روسیه د نړیوالې جزایي محکمې د قضایي هیئت غړې نه ده. اوکراین یې هم غړی نه دی.

روسیې پر اوکراین خپل غیرموجه یرغل د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پیل کړی دی.

په دونیڅک سیمه کې د ماریوپول پر سر جګړه د هماغه کال په فبروري میاشت کې پیل شوه او دغه ښار په تېره مې میاشت کې تر اوږدې مودې کلابندۍ وروسته ونیول شو.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان ویلي، په ماریوپول کې د نسايي او ولادي پر روغتون د روسیې بمباري یو جنګي جنایت دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG