د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

اوکراین کې روسي پوځیانو د ایراني بې پيلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کړي


یوه ایرانۍ بې پیلوټه الوتکه چې روسي پوځیان یې په اوکراین کې د هوايي حملو لپاره کاروي.
یوه ایرانۍ بې پیلوټه الوتکه چې روسي پوځیان یې په اوکراین کې د هوايي حملو لپاره کاروي.

په اوکراین کې نن سهار د هوایي بریدونو له خبرداري سره همهاله د روسیې په بریدونو کې د ژغورنې دوه کارکوونکي وژل شوي دي.

په اوکراین کې د هوایي حملو تر خبرداري وروسته روسي پوځیانو دغلته د ایراني بې پيلوټه الوتکو په وسیله بریدونه وکړل.

د اوکراین پوځ ویلي، د بې پیلوټه الوتکو په دغو بریدونو او دغه راز تېره شپه د توغندیو په برید کې په لوېدیځ ښار خمېلنیتسکي کې د ژغورونکو ډلو دوه کارکوونکي وژل شوي دي.

د اوکراین د پوځ لوی درستیز ویلي، د شپې له خوا پر اوکراین د روسیې له خوا ۱۴ بې پیلوټه الوتکې توغول شوي چې دوی یې ۱۱ نسکورې کړي دي.

د لوی درستیز په وینا په ټوله دونتڅک سیمه کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د روسیې له خوا ۸۱ بریدونه شوي دي.

په کییف کې د پلازمېنې د پوځي ادارې مشر سیرهي پوپکو ویلي، دغلته هم د روسیې نهه بې پیلوټه الوتکې ویجاړې شوي، خو سملاسي د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د روسي ځواکونو د بریدونو ډېر تمرکز پر بخموت ښار دی، د راپورونو له مخې روسیې د دغه ښار د نیولو لپاره د ۲۰۲۳ کال په پيل کې د ځواکونو شمېر دوه برابره کړی دی.

د چارو د کتوونکو په وینا بخموت ښار چې تر ډېره ویجار شوی، ستراتیژیک موقعیت لري او د روسیې له خوا نیول به یې د مسکو د ځواکونو روحیه پیاوړې کړي.

د اوکرایني چارواکو په خبره د دوی ځواکونو هم د روسانو ۴ اهدافه په نښه کړي او د روسیې یوه سو-۲۵ جنګي الوتکه یې له منځه وړې ده.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي پرون په خپله شپنۍ وینا کې ویلي، ځواکونو یې افیدیفکا ته نژدې د روسي پوځیانو یوه الوتکه نسکوره کړې ده.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي

زیلنسکي په دې وینا کې د اوکراین د دفاع ژمنې تازه کړي او ویلې یې دي، کریمیا ټاپوزمه به هم بیرته ازاده کړي.

دا ټاپوزمه چې د اوکراین یوه برخه وه، ۲۰۱۴ کال کې روسیې له خپلې خاورې سره یوځای کړه.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډپرایس هم د کریمیا د ازادولو په اړه د زیلنسکي د دغو خبر هرکلی کړی دی.

اوکراین کې د جګړې د دوام راپورونه داسې مهال خپرېږي چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا سي آی اې مشر ویلیم برنز ویلي، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د خپل پوځ په وړتیا ډاډه دی او فکر کوي چې اوکراین به ورته تسلیم شي.

په همدې حال کې نن دوشنبه په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډه چې پر اوکراین متمرکزه ده پيل شوه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټیرېش غونډې ته په وینا کې ویلي، پر اوکراین د روسیې یرغل د نړۍ په کچه د بشري حقونو د نقض لوی ناورین را ولاړ کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG