د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

زیلینسکي غواړي د چین له ولسمشر 'شي جن پینګ' سره خبرې وکړي


د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر وايي چې په پام کې لري، د چین له ولسمشر سره د چین له خوا د اوربند پر وړاندیز خبرې وکړي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي په اوکراین کې د روسیې د غیرموجه یرغل د کال پوره کېدو په مناسبت ویلي، غواړي د چین له ولسمشر شي جن پینګ سره خبرې وکړي.
د دې کتنې د دقیقې نېټې او ځای په باب څه نه دي ویل شوي.

دوی به د چین د اوربند پر وړاندیز بحث وکړي چې هدف یې په اوکراین کې د روانې جګړې ختمول دي، هغه جګړه چې پرون یې یو کال پوره شو.

د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، چې زیلینسکي د چین د اوربند د وړاندیز د ځینو برخو هرکلی کړی، خو ویلي یې دي دا یو کوټلی پلان نه دی.

د چین په دې پېشنهاد کې چې ۱۲ مخونه لري او د سیاسي جوړجاړي غوښتنه په کې شوې، له روسیې له اوکراین د وتلو غوښتنه په کې نه شته او د اوکراین متحدانو دغه پېشنهاد ته د شک په سترګه کتلي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي پرون جمعه خبریالانو ته وویل، دا بده خبره نه ده چې چین د اوکراین په اړه خبرې وکړي، خو پوښتنه دا ده چې تر دغو خبرو وروسته څه پېښېږي.

د زیلینسکي په وینا، د هغو اقداماتو په اړه پوښتنه په کار ده چې تر دغو څرګندونو وروسته کېږي.

د چین چارواکو سم د لاسه د دغو څرګندونو په اړه عکس العمل نه دی ښوولی.

بل لوري ته د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن له اې بي سي نیوز سره پرون په یوه مرکه کې ویلي، دا چې چین به په اوکراین کې د سولې ایجادوونکي رول ادا کوي، منطقي کار نه دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن

بایډن دا هم وویل د چین په تړاو د داسې لوی ابتکار اټکل هم نه کېږي چې روسیې ته وسلې ورکړي او بیا د اوکراین خلاف جګړه کې وکارول شي.

ولسمشر بایډن وویل، که چین په راتلونکي کې روسیې ته د وسلو د ورکولو اقدام وکړي، د امریکا متحد ایالتونه به یې ځواب ورکړي.

د هغه اشاره هغو بندیزونو ته وه چې د روسیې د ملاتړ له کبله پر ځینو هېوادونو لګول شوي دي.

خو تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي وو، چې چین له مهماتو نیولې تر وسلو پورې، روسیې ته د خطرناک ملاتړ پر برابرولو غور کوي.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر نن شنبه ویلي چې په اوکراین کې د روسیې جګړه چې پرون یې کال پوره شو، لا هم روانه ده.

د دې دفتر په وینا د اوکراین پوځ د روسیې د پوځ ۷۰ حملې په کوپیانسک، لیمن، بخموت او افدیفکا کې په شا تمبولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG