د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

جو بايډن: روانه اوونۍ به پر روسيه تازه بنديزونه ولګول شي


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن پرون پولنډ کې د وینا پر مهال وویل، چې د امریکا متحد ایالتونه او شریکان به پر روسیې روانه اوونۍ نور بندیزونه اعلان کړي.

دغه بندیزونه پر اوکراین د مسکو د یرغل په تړاو دي، چې راروانه جمعه یعنې د فبرورۍ میاشتې پر ۲۴مه یې کال پوره کېږي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر په خپله وینا کې وویل جګړه ځپلی اوکراین به هېڅکله د روسیې ته بریا په برخه نه‌کړي.

پوتین زموږ د ائتلاف پر پیاوړتیا نور شک نه‌لري.

جو بایډن د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې له شاهي ماڼۍ دباندې د خلکو ټولې شوې ډلې ته وویل: "د دې جګړې په لومړي کال [د روسیې ولسمشر ولادمیر] پوتین زموږ د ائتلاف پر پیاوړتیا نور شک نه‌لري. خو له اوکراین څخه زموږ د ملاتړ په باب شک لري. په دې اړه هم شک لري چې ناټو به دغسې متحد پاتې وي. په دې اړه باید شک نه وي، له اوکراین زموږ ملاتړ به کمزوری نه‌شي. ناټو به ونه وېشل شي او موږ نه ستړي کېږو."

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن زیاته کړه، چې هېواد یې به راروان کال د ناټو د پنځه اویایمې کلیزې په مناسبت د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي.

ولسمشر بایډن چې لومړی اوکراین ته سفر کړی و، پرون په پولنډ کې دا وینا داسې مهال وکړه، چې تر هغه څو ساعته مخکې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وینا وکړه.

د روسيې ولسمشر ولادميرپوتين
د روسيې ولسمشر ولادميرپوتين

پوتین په خپلو خبرو کې وویل، مسکو به په اوکراین کې خپل اهداف ترلاسه کوي.

هغه پر لوېدیځ تور ولګاوه، چې د روسیې د بربادۍ لپاره توطئه کوي.

پوتین ادعا وکړه، چې د امریکا متحدو ایالتونو د اوکراین جګړه په یوې نړیوالې شخړې واړوله.

هغه په ضمن کې اعلان وکړ چې روسیه د ۲۰۱۰م کال د نیو سټارټ په تړون کې خپل ګډون پای ته رسوي.

دا له واشنګټن سره د اټومي وسلو د کنټرول وروستی لوی تړون و.

مسکو پر اوکراین د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۴مه بې دلیله یرغل وکړ، چې له دې سره پر مسکو بېلابېل بندیزونه ولګول شول.

روسي ځواکونو په وروستیو ورځو کې د اوکراین په ختیځ او جنوب کې د ملکیانو په استوګن‌ځایونو کې خپل پوځي سنګرونه سخت کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي ویلي، چې روسیې په دونیڅک سیمه کې د پام وړ زیانونه لیدلي دي.

XS
SM
MD
LG