نړۍ
امريکا: که چين روسيې ته پوځي وسايل ورکړي 'لوړه بيه' به ولري

امریکا خبرداری ورکړی، که چین روسیې ته وژونکي پوځي وسایل ورکړي نو دا کار به یې "لوړه بیه" ولري.
د سپنې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جېک سولیوان پرون (د فبرورۍ په ۲۶مه) ویلي، واشنګټن د بیجینګ اقدامات څاري او په خبره یې چین تر اوسه روسیې سره د پوځي مرستو غوراوی نهلري.
له سيانان سره په خبرو کې ښاغلي سولیوان زیاته کړې، بیجینګ په پرېکړو کې خپلواک دی، خو په خبره یې له روسیې سره د اوکراین په جګړه کې مرسته به یې بیه ولري.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي چې روسیه د اوکراین په جګړه کې د سیمې له ځینو هېوادونو له هغې ډلې ایران او چین نه مرسته ترلاسه کوي.
ایران او چین بیا دا راپورونه رد کړي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
امريکا د ايران پر يو شمېر شرکتونو بنديزونه ولګول

د امریکا متحدو ایالتونو پرون سهشنبې د ایران پر هغو شرکتونو او افرادو نوي بندیزونه ولګول چې د بېپیلوټه الوتکو د جوړولو لپاره د تجهیزاتو په برابرولو تورن دي.
د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر له FBI سره په همغږۍ دغه بندیزونه په ایران او ترکیه کې پر څلورو شرکتونو اودرې تنو لګولي چې د ایران د بېپیلوټه الوتکو او د وسلو د پروګرامونو لپاره د کارېدونکو تجهیزاتو په پېرودلو تورن دي.
په دې ډله کې د ایران د دفاعي ټکنالوژۍ او ساینس څېړنیز مرکز هم شامل دی.
امریکايي دفاعي چارواکي وايي، ایران روسیې ته بېپیلوټه الوتکې ورکوي، چې په اوکراین کې د ملکي وګړو او ملکي زیربناو پر ضد کارول شوي دي.
مککال: که بلېنکن نن له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو اسناد را ونهسپاري احضار به شي

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس مایکل مککال د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ته تر نن چهارشنبې پورې وخت ورکړی چې له افغانستانه د امریکا د ویجاړونکې وتلو په اړه دې غوښتل شوي اسناد ور وسپاري ،ګنې د احضاریه حکم به صادر کړي.
ټاکل شوې چې بلېنکن د پنجشنبې په ورځ د دې کمېټې په استماعیه غونډه کې ګډون وکړي.
د مککال دفتر ویلي، د جنوري په ۱۲مه یې په یوه لیک کې د بهرنیو چارو له وزارت څخه د ګڼ شمېر هغو اسنادو د ور سپارلو غوښتنه کړې وه چې، هغه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکا له ویجاړونکې وتلو سره تړاو لري.
دې دفتر همدارنګه ويلي چې د مارچ په دریمه یې بیا ورڅخه د ورته اسنادو د ورسپارلو غوښتنه کړې وه خو دې وزارت تر اوسه له دې کارڅخه ډډه کړې ده.
د مککال دفتر ویلي، دغه اسناد له افغانستانه د بایډن د ادارې د وتلو د بهیر په اړه د دې کمېټې د څېړنو لپاره ډېر مهم دي.
د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې جمهوريپال مشر مککال خبرداری ورکړی چې، که تر نن پورې دغه اسناد ور ونهسپارل شي، د احضاریه حکم به صادر کړي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو له وتلو سره په دې هېواد کې د امریکا شل کلنه جګړه پای ته ورسېده خو طالبان بیا پرافغانستان واکمن شول.
سعودي عربستان سبا پنجشنبه د روژې مبارکې مياشتې لومړۍ ورځ اعلان کړې

د سعودي عربستان حکومت وايي، پرون سهشنبه میاشت ونه لیدل شوه او پنجشنبه به د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ وي.
حرمین شریفین په یوه اعلامیه کې ویلي، سر له سبا به د عربستان په دوو سپېڅلو جوماتونو مسجد نبوي او مسجد حرام کې د تراويح لمونځونه کېږي.
د طالبانو حکومت تر اوسه د روژې د اعلان په اړه څه نهدي ويلي، خو د افغانستان حکومت د سعودي عربستان د محکمې له اعلان وروسته هم روژه نيسي او هم اختر کوي.
د هند پوليسو کشمير کې يو خبريال د تروريستي فعاليتونو په تور نيولی

د هند د ټروریزم ضد افسرانو د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یو خبریال او د بشري حقونو د یوې ډلې کارکوونکی نیولي دي.
هندي چارواکو پرون سهشنبه وویل، پر دغه خبریال تور لګول شوی، چې د تروریستي فعالیتونو په تمویلول کې دخیل و.
د عرفان مهراج په نوم مقطع يي خبریال او د مجلې اډیټر د دوشنبې په ورځ په سرینګر کې د پولیسو ماموریت ته احضار کړای شوی و او د د تحقیقاتي ملي ادارې پرون نوموړی توقیف کړ.
تر دې مخکې هم دغه خبریال څو- څو وارې د تحقیقاتو ملي ادارې لهخوا له پوښتنو ګروېږنو سره مخ شوی دی، خو بېرته خوشې شوی دی.
مهراج د جمو کشمیر د مدني ټولنې له ايتلاف سره هم کار کاوه، چې د بشري حقونو یوه ډله ده او د هغې پخوانی مؤسس خرم پروېز د هند لهخوا د ۲۰۲۱م کال په نوامبر میاشت کې ونیول شو.
امريکا: پنټاګون اوکراين ته د ټانکونو د ورکولو بهير تېزوي

امریکايي چارواکي وايي، د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په پام کې لري، چې اوکراین ته د ابرامزـ۲ په نوم د ټانکونو د ورکولو بهیر چټک کړي.
پنټاګون دا مهال پر دې غور کوي، چې د دغو ټانکونو زړې بڼې تر جوړولو وروسته اوکراین ته ورکړي، چې دا کار تر نویو ټانکونو لږ وخت نیسي.
امریکايي چارواکو اسوشېټېډ پریس خبري اژانس ته پرون ویلي، هدف دا دې چې له اتو تر لسو میاشتو پورې د اوکراین جنګي ساحې ته دغه جنګي ټانکونه ورسول شي.
اصلي پلان دا و چې اوکراین ته ۳۱ عرادې ابرامزـM1A2 ډوله ټانکونه ورکړل شي، چې جوړول او اوکراین ته رسول یې تر یوه یا دوو کلونو وخت نیسي.
چارواکي وايي، اوس پرېکړه شوې چې د ابرامزـM1A1 ډوله پخواني ټانکونه اوکراین ته ولېږل شي، چې د اوکراین پوځیان به یې په اسانۍ سره کارولی او حفظ و مراقبت کولی شي.
دغو امریکايي چارواکو پرون سهشنبه د نوم نه ښوولو په شرط خبرې کولي، ځکه دغه پلان لا په عامه نهدی خپور شوی.
ویل شوي، په دې اړه به د امریکا دفاع وزارت ډېر ژر دغه اعلان وکړي.
د ایران د لوېدیځ په ګڼو کردمېشتو سیمو کې د حکومت پر خلاف تازه اعتراضونه شوي

د ایران امنیتي ځواکونو د دغو اعتراضونو په وړاندې په داسې حال کې له فشارونو کار واخیست چې په ایران کې پرون د نوروز جشنونه روان وو.
پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو راپورونو کې ښکاري، چې د اذربایجان غربي په مهاباد، اشنویه، بوکان، پیرانشهر او د کردستان په سقز، سنندرج او دهګلان کې پر لارو سړکونو اعتراضونه شوي دي.
د بشري حقونو د یوې ډلې ههنګاو د ویبسایټ په ګډون ځینو سرچینو ویلي، په سقز ښار کې راټولو شویو کسانو د ۲۲ کلنې مهسا امیني پر مړینه ویر وکړ.
دغه مېرمن چې په سپټمبر میاشت کې په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیول شوې وه، د پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه.
دغه پېښه په ټول ایران کې د څو میاشتو لپاره د پراخو اعتراضونو سبب شوه.
د پاکستان د پوځ د لېوا يو مشر مصطفی برکي په يو بريد وژل شوی

نن په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د یوې لېوا مشر مصطفی برکي وژل شوی دی.
په سیمه کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، برکي افغانستان ته تللی وو او له هغه هېواد څخه تر ستنېدو وروسته له انګور اډې سیمې څخه واڼا ته روان وو چې په لاره کې ووژل شو.
په پېښه کې د مصطفی برکي موټروان هم وژل شوی دی او دوه تنه نور ټپیان دي.
تر اوسه د پېښې مسولیت کوم چا یا ډلې نهدی منلی.
لېوا مشر مصطفی برکي تېر کال له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې په خبرو کې مهم رول درلوده.
په وروستیو کې هغه د پاکستان د استخباراتي ادارې ایایسای پخواني مشر جنرال فېض حمید سره افغانستان ته تللی و چې، د تحریک طالبان پاکستان مشر مفتي نور ولي محسود سره خبرې وکړي.
پاکستاني چارواکي د عمران خان د پلويانو پر وړاندې پر سرغړونو تورن شول

د بشري حقونو د څار سازمان، هیومانرایټسواچ وایي، پاکستاني چارواکو د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو پر وړاندې د وروستیو مظاهرو په ترڅ کې سرغړونې ترسره کړي دي.
د عمران خان په ګډون د هغه د تحریک انصاف ګوند لسګونه غړي په تروریستي کړنو، ډارولو او بلوا تورن شوي دي.
د جنوبي اسیا لپاره د هیومانرایټسواچ د څانګې مرستیالې پاتریشیا ګاسمن نن په یوه بیان کې وویل چې، په پاکستان کې د اپوزیسیون د معترضینو په وړاندې له حده زیات د تروریزم ضد مبهمو مقراراتو څخه استفاده ډېره د اندېښنې وړ ده.
هغې زیاته کړې، دا د پولیسو لپاره خورا مهمه ده چې د سولهيیزو غونډو حق ته درناوی وکړي او له هغوی سره چې غیرقانوني تاوتریخوالی کوي، حساب کتاب وکړي.
د پوتین او شي جین پینګ لیدنه؛ دواړو مشرانو یو بل ته د 'ګران ملګري' خطاب کړی

د روسیې او چین ولسمشران ولادمیر پوتین او شي جین پینګ به نن په مسکو کې د دویمې ورځې لپاره خبرو ته دوام ورکړي.
د چین ولسمشر له څلورو کلونو وروسته داسې مهال له روسیې څخه کتنه ترسره کوي چې مسکو پر اکراین د یرغل له امله په نړیوال ډګر کې منزوي شوی دی.
شي جین پینګ پرون دوشنبه په یوه درې ورځني سفر مسکو ته له رسېدو وروسته له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره شاوخوا څلور ساعته کتنه ترسره کړه.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د راپور له مخې دواړو مشرانو یو بل ته د 'ګران ملګري' خطاب کړی دی او د خپلمنځیو اړیکو د پیاوړتیا ډاډ یې څرګند کړی دی.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي ویلي، دوی لا هم اندېښنه لري چې ممکن چین روسیې ته د اوکراین ضد جګړې لپاره وژونکې وسلې ورکړي.
د جاپان صدراعظم د اوکراین ولسمشر سره ګوري

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دې هېواد صدراعظم فومیو کیشیدا به د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره د خبرو لپاره نن له کییف څخه کتنه ترسره کړي.
د جاپان این ایچ کې تلوېزیون تصاویر ښي چې کیشیدا د پولنډ له سرحدي ښار پشیمشل څخه ریلګاډي ته پورته کېږي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د نړۍ د اوو پرمختللو هېوادونو د یوه غړي په توګه به کیشیدا له اوکراین سره خپل پیوستون او ملاتړ څرګند کړي.