د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

برلین کې زرګونه کسانو د اوکراین د جګړې پای ته رسولو غوښتنه وکړه


د جرمني په برلین ښار کې د برانډنبرګ دروازې مخې ته راټول شوي لاریونوال
د جرمني په برلین ښار کې د برانډنبرګ دروازې مخې ته راټول شوي لاریونوال

زرګونه کسانو پرون شنبه د فبرورۍ ۲۵مه د جرمني په برلین ښار کې د برانډنبرګ دروازې مخې ته راټول شوي وو او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د خبرو اترو په ملاتړ لاریون وکړ.

دا لاریون پر اوکراین د روسیې د پراخ یرغل له کلیزې یوه ورځ وروسته ترسره شو او د یوې مشهورې کیڼ اړخې سیاستوالې سحرا واګینخټ او د جرمني د ښځو د حقونو فعالې الیس شوارزر پله بلنه خلک ټول سره ټول شوي وو.

مېرمن سحرا د کیڼ اړخي افراطي ګوند دی لینکه سره تړاو لري چې د پخواني ختیځ آلمان د کمونېست ګوند له پاتې شونو څخه جوړ شوی دی.

د جرمني خبري اژانس ډي پي اې د راپور په اساس د واورو او یخنۍ سره سره، د برانډنبرګ دروازې هرې خوا ته ګڼ شمېر خلک راټول شوي وو.

د دې لاريون يو شمېر ګډونوالو د سولې بيرغونه له ځان سره لېږدول.

د جرمني پولیسو پرون د ماسپښین تر دوو بجو پورې د دې لاریون د ګډون کوونکو شمېر ۱۰ زره ښودلی و، خو تنظیموونکو دغه شمېر پنځوس زره تنه اعلان کړ او د دې غونډې د امنیت د تامین لپاره شاوخوا ۱۴۰۰ پولیس هم هلته موجود وو.

د جرمني خبري اژانس د خبر له مخې، منتقدینو د دې لاریون تنظیموونکي په سادګۍ او د جګړې له واقعیتونو په ناپوهۍ تورن کړي. دي.

د دې لاریون پر ضد څو وړې غونډې هم پرون په برلین کې د برانډنبرګ دروازې په شاوخوا سیمو کې وشوې.

په دغو غونډو کې، د جګړې د پلوي سمبولونو ښودل منع وو.

دوه اونۍ مخکې، صحرا واګنخت او الیس شوارزر د 'سولې منشور' خپور کړ چې د جرمني له صدراعظم اولاف شولز څخه یې وغوښتل چې اوکراین ته د وسلو د استولو بهیر ودروي.

دغه منشور هم له روسیې سره د اوربند او د سولې د خبرو غوښتنه کړې او تر پرون ماسپښین تر ۶۴۰ زرو ډېرو کسانو په انلاین ډول د سولې له دغه منشور سره موافقه کړې وه.

د جرمني صدراعظم اولاف شولز وویل: "اوسمهال د روسیې ولسمشر د خبرو اترو یوازې یوه بڼه مني چې هغه بې قید او شرطه تسلیمېدل دي."

د جرمني صدراعظم اولاف شولز
د جرمني صدراعظم اولاف شولز

دا په داسې حال کې ده چې چین په دې وروستیو کې په یوه دولس ماده ییز وړاندیز کې په اوکراین کې د سیاسي حل غوښتنه کړې، خو له روسیې یې نه دي غوښتي چې له اوکراینه ووځي.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي پرون د چین د وړاندیز د ځینو برخو هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا یو مشخص پلان نه دی، خو دی به د چین له ولسمشر شي جن پینګ سره وګوري او په اوکراین کې به د اوربند لپاره د هغه پر وړاندیز خبرې وکړي.

د دې غونډې د دقیقې نېټې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د اوکراین لوېدیځو متحدینو د چین پر دغه وړاندیز شک څرګند کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG