د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

د چین ولسمشر د مارچ په شلمه روسیې ته ځي


د عکس ښي لور ته د روسیې ولسشر ولادمیر پوتین او چپ لور ته د چین ولسمشر شي جین پینګ
د عکس ښي لور ته د روسیې ولسشر ولادمیر پوتین او چپ لور ته د چین ولسمشر شي جین پینګ

د چین ولسمشر شي جین پینګ راروانه دوشنبه روسیې ته په رسمي سفر ځي.

کرملین نن جمعه په یوه اعلامیه کې ویلي، د خبرو پر مهال به د هر اړخیز شراکت پر نورو تحولاتو، دغه راز د روسیې او چین د سټراتیژیکې همکارۍ پر موضوع بحث وشي.

د اعلامیې له مخې په نړیواله صحنه کې د روسیې او چین د همکارۍ د ژورتیا په باب به هم نظرونه تبادله شي.

د چین ولسمشر شي جین پینګ له راروانې دوشنبې تر چهارشنبې مسکو ته ځي.

په وروستیو کې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د چین ولسمشر ته د روسیې د سفر بلنه ورکړې وه.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

چین تېره میاشت د اوکراین د شخړې په اړه د سولې یو پلان په ډاګه کړ، چې په کې له روسیې سره د مذاکرو غوښتنه شوې ده.

د چین په پلان کې د یوه اوربند او د نورو مکلفیتونو تر څنګ د ښکېلو لوریو ترمنځ د مذاکرو غوښتنه مطرح شوې ده.

که څه هم لوېدیځ د چین دغه پېشنهاد رد کړی، خو مسکو یې هرکلی کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ولسمشر شي جین پینګ به د دې سفر پر مهال پر لویو نړیوالو او سیمه ییزو مسایلو بحث وکړي.

د دغه وزارت ویاند وانګ وین­بین یوه خبري کنفرانس ته وویل، د دې سفر هدف د دواړو لویو قدرتونو ترمنځ د باور لا پیاوړي کول دي.

چین تر اوسه په اوکراین کې د روسیې غیرموجه جګړه نه ده غندلې، خو پر هغو بندیزونو یې انتقاد کړی، غرب پر مسکو د دې جګړې له کبله لګولي دي.

لوېدیځو متحدانو پر چین تور لګولی چې روسیې ته د وسلو اکمالات کوي او پیکنګ ته یې د دې کار د نه کولو خبرداری هم ورکړی دی.

د چین ولسمشر تر دې مخکې په ۲۰۱۹م کال مسکو ته سفر کړی و، خو شي جین پینګ او ولادمیر پوتین وروستی ځل په سپټمبر میاشت کې په هغه سیمه ییز- امنیتي کنفرانس کې سره وکتل چې په ازبکستان کې جوړ شوی و.

XS
SM
MD
LG