د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

د امریکا او چین ولسمشرانو په بالي ټاپو کې لیده کاته کړي


د امریکا او چین ولسمشران د روغبړ پرمهال
د امریکا او چین ولسمشران د روغبړ پرمهال

د چین ولسمشر شي جین پینګ نن دوشنبه د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره د اندونیزیا په بالي ټاپو کې وکتل.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د دواړو مشرانو دا کتنه، چې له اوږدې مودې راهیسې انتظار کېده، له هغه مهاله چې جو بایډن ولسمشر شوی، لومړنۍ مخامخ لیدنه ده.

د امریکا او چین ولسمشران یوه ورځ وړاندې تر دې چې د جي شل هېوادونو سرمشریزه د اندونیزیا په بالي کې پیل شي، له یو بل سره ویني.

که څه هم تر اوسه پورې د دواړو خواوو د خبرو جزییات څرګند نه دي، خو مخکې تر مخکې اټکل کېده چې د جي شل دا سرمشریزه به دا ځل پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله ترینګلې وي.

د امریکا د خزانې وزیرې جېنیټ یلین وايي، هیله لري چې د بایډن او کشي خبرې د نړۍ د دغو دوو سترو اقتصادي قدرتونو ترمنځ د سترو اقتصادي مسئلو پر سر جوړجاړي ته لاره هواره کړي.

د چین ولسمشر د قزاقستان او ازبکستان له سفره وروسته بالي ته ورسېد.

دا د کرونا وبا له خپرېدو وروسته بهرنیو هېوادونو ته د چین د ولسمشر لومړنی سفر دی.

د سپینې مانۍ چارواکو په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر بایډن به له ښاغلي شي سره په کتنه کې خپلې سرې کرښې څرګندې کړي.

د فرانس پریس خبري اژانس د رابور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت وویل، هیله لري چې د جي شل تر سرمشریزې مخکې د امریکا له ولسمشر سره د ولسمشر شي جین پینګ کتنه به د دوو هېوادونو اړیکې بېرته عادي حالت ته راولي.

د جین د باندنیو چارو وزارت ویندویې ماو نینګ په یوه خبري غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې چین په بالي کې د دوو ولسمشرانو له مخامخ خبرو تمه څه تمه لري؛ وویل، هیله لري د امریکا متحد ایالتونه به له چین سره ګډ کار وکړي، اختلافات به په مناسب ډول حل کړي، دوه اړخیزو همکاریو ته چې د دواړو په ګټه ديو وده ورکړي.

XS
SM
MD
LG