د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۳ لیندۍ ۱۴۰۱ کابل ۱۰:۴۶

نړۍ

چین د امریکا د ولسمشر پر وروستیو څرګندونو نیوکه وکړه

تایوان

چینايي چارواکو د تایوان په اړه د امریکا د ولسمشر پر وروستیو څرګندونو خپله ناخوښي څرګنده کړې ده.

په یوه وروستۍ تلویزیوني مرکه کې، جو بایډن د دې پوښتنې په ځواب کې چې که چین پر تایوان برید وکړي دوی به د تایوان دفاع وکړي وویل: "هو، که واقعاً یو بې ساری برید وي."

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ماو نينګ پرون د سپټمبر په ۱۹مه په يوه خبري غونډه کې د ښاغلي بایډن څرګندونې د امريکا له تګلارې څخه په کلکه سرغړونه وبلله او ويې ويل چې دا د تايوان بېلتون غوښتونکو ځواکونو ته يو "جدي ناسم سيګنال" ورکوي.

ماو نينګ دا هم وويل چې بېجينګ د هر ډول اقدام حق ځان ته محفوظ ګڼي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ایران د اسراییلو استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور ۴ کسان اعدام کړل

ارشیف

ایران څلور کسان چې د اسراییل استخباراتي ادارې موساد ته په کار کولو تورن ووو نن اعدام کړل.

د ایران دولتي اژانس ایرنا د اعدام شویو کسانو نومونه خپاره کړي او وايي، دوی له موساد څخه د وسلو او پیسو په ترلاسه کولو تورن وو.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب د ګڼو کسانو د نیولو ادعا کړې چې ګواکې له موساد سره اړیکې لري او د ایراني وګړو په اختطاف او د ملکیتونو په تخریب کې لاس لري.

اسراییل او ایران په سیمه کې د یو بل سرسخت رقیبان دي او کله ناکله ایران بهرنیو هېوادونو ته د جاسوسۍ په تور د ځینو کسانو د نیولو خبر ورکوي.

ایران د ښځو حجاب په تړاو ګزمې ودرولې

ایران کې د ارشا په نامه پولیس هغه ښځې کېنولي چې حجاب یې نه ده مراعات کړی.

ایران د هغې ګزمې فعالیت ودراوه چې ښځې یې حجاب ته اړ ایستلې.

دا په ایران کې له وروستیو اعتراضونو وروسته د ایران د حکومت له لوري له خپلو جبري مقرراتو څخه یو ګام شاتګ بلل شوی دی.

د ایران لوی څارنوال محمدجعفر منتظري پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې د «ارشاد» فعالیت له قضاییه قوې سره تړاو نه لري او په کوم ځای کې چې تاسیس شوی و له هماغه ځای یې فعالیت درول شوی دی.

ده د پنجشنبې په ورځ ویلي و چې په راتلونکو ۱۵ ورځو کې به د ایران پارلمان او د فرهنګي انقلاب عالي شورا په ټولنه کې د حجاب په شمول د خلکو د اعمالو په اړه خپل نظر اعلان کړي.

اډهانم: د نړۍ ۹۰ سلنه وګړي د کرونا په وړاندې تر ډېره مقاومت لري

په چین کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس د اخته کسانو د معاینې پرمهال

د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې اوس د نړۍ په سلو کې ۹۰ وګړي د کرونا په وړاندې تر ډېره مقاومت لري، خو خبرداری ورکوي چې لا هم د دې ویروس له کبله په نړۍ کې د یوه نوي سرخوږي د پیدا کېدو امکان شته.

د روغتیا د نړیوال سازمان عمومي رييس ټډروس اډهانم ویلي چې خلکو د واکسینونو او یا د کرونا د تېرولو له کبله د دې وبا په وړاندې مقاومت ترلاسه کړی دی.

د ثبت شویو شمېرو پر اساس، تراوسه پورې په نړۍ کې ۶ میلیونه او ۶ لکه تنه له کرونا مړه شوي دي، خو د ملګروملتو د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د کرونا له کبله د مړو شویو کسانو حقیقي شمېر تر دې خورا ډېر دی.

د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک کې ۳ پولیس وژل شوي

ارشیف

د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک کې پرون شنبه د پولیسو پر یوه موټر په برید کې ۳ پولیس وژل شوي دي.

د پولیسو یوه ځايي چارواکي محمدعلي ګنډاپور رویټرز خبري اژانس ته ویلي، پر پولیسو تېر ماښام برید په داسې حال کې وشو چې هغوی ګزمه کوله.

د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي د دې برید مسوولیت منلی دی.

دې ډلې په وروستیو کې اوربند پای ته رسېدلی اعلان کړ او خپلو وسله والو ته یې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد د عملیاتو د پیلولو امر وکړ.

د فوټبال نړیوال جام؛ د امریکا او استرالیا لوبډلې له لوبو بهر شوې

د امریکا او هالنډ د سیالیو انځور

د امریکا د متحدو ایالتونو او استرالیا لوبډلې د فوټبال له نړیوال جامه ووتې، خو ارجنټاین او هالنډ بل پړاو ته بریالي شول.

ټاکل شوې ده چې نن فرانسه له پولنډ سره او سینیګال له انګلستان سره مخامخ شي.

د فوټبال نړیوال جام د شپاړلس غوره لوبډلو پړاو پرون د امریکا او هالنډ او د ارجنټیان او استرالیا ترمنځ پیل شو.

په دې سیالیو کې هالنډ د یوه په وړاندې امریکا ته درې او ارجنټیان استرالیا ته د یوه په وړاندې دوه ګولونه ورکړل.

په دې توګه د امریکا د متحدو ایالتونو او استرالیا لوبډلې د فوټبال له نړیوال جامه ووتې، خو د ارجنټاین او هالنډ لوبډلې بل پړاو ته بریالۍ شوې.

ټاکل شوې ده چې نن فرانسه له پولنډ سره او سینیګال له انګلستان سره مخامخ شي.

امریکا ایستونیا ته د 'هیمارس' راکټي دستګاوې ورکوي

د امریکا هیمارس دستګاوې اوکراین ته هم ورکړل شوې دي، چې د دغه هېواد لپاره ډېرې ګټورې تمامې شوې دي.

ایستونیا منلې چې د امریکا له متحدو ایالتونو څخه د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د هیمارس په نوم شپږ راکټي دستګاوې رانیسي.

د ایستونیا دفاع وزارت پرون شنبه د دې موافقې خبر ورکړ او دا یې په تاریخ کې د پوځي تجهیزاتو د رانیولو تر ټولو لویه موافقه ګڼل کېږي.

وروسته له هغې چې روسیې په تېره فبروري میاشت کې پر اوکراین یرغل پیل کړ، ایستونیا چې له روسیې سره پر پوله پروت دی، پر خپله دفاعي برخه لګښتونه زیات کړي دي.

د امریکا هیمارس دستګاوې اوکراین ته هم ورکړل شوې دي، چې د دغه هېواد لپاره ډېرې ګټورې تمامې شوې دي.

د ایستونیا او امریکا دفاعي چارواکو دغه موافقه د جمعې په ورځ لاسلیک کړې، خو په اړه یې اعلامیه پرون شنبه خپره شوه.

یوې زورورې زلزلې د اندونیزیا جاوا لړزولې

د نومبر میاشتې پر ۲۱مه یوې زورورې زلزلې د غربي جاوا په سیانجور ښار کې لږ تر لږه ۳۳۱ کسان مړه او نږدې ۶۰۰ نور کسان ټپیان کړل.

یوې زورورې زلزلې پرون د اندونیزیا عمده ټاپو جاوا ولړزوله، چې په خلکو کې یې وارخطايي او وېره خپره کړه.

چارواکي وايي، په دې زلزله کې چا ته مرګ-ژوبله نه ده اوښتې او د څونامي توفان د راوتلو خطر هم نه دی لیدل شوی.

د امریکا د زلزله پېژندنې ادارې د اټکل له مخکې دغه زلزله د ریښتر په مقیاس ۵ اعشاریه ۷ درجې وه چې مرکز یې د غربي جاوا او مرکزي جاوا ولایتونو ترمنځ د جنوبي ښار بانجار په ۱۸ کیلومترۍ کې و.

د نومبر میاشتې پر ۲۱مه یوې زورورې زلزلې د غربي جاوا په سیانجور ښار کې لږ تر لږه ۳۳۱ کسان مړه او نږدې ۶۰۰ نور کسان ټپیان کړل.

دا له ۲۰۱۸م کال له زلزلې او څونامي وروسته چې ۴۳۴۰ کسان یې مړه کړي وو، راپه دېخوا په اندونیزیا کې تر ټولو خونړۍ زلزله بلل شوې ده.

په لندن کې د روسیې یو شتمن سوداګر نیول شوی

روسی شمتن میخایل فریډمن

د روسیې یو شتمن سوداګر میخایل فریډمن په لندن کې په خپل هغه کور کې نیول شوی چې څو میلیونه پاونډه ارزښت لري.

میخایل فریډمن د بریتانیا هغو افسرانو له خوا ونیول شو، چې د دغسې شتمنو کسانو د بالقوه مجرمانه فعالیتونو په اړه یې څېړنه کوله.

رسنیو پرون شنبه راپور ورکړ، دغه روسی وګړی چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ۵۸ کلن دی او د بریتانیا د جرمونو ملي ادارې تېره پنج شنبه نیولی دی.

پر دغه شتمن روسي شتن کس، د پیسو د مینځلو، د کورنیو چارو وزارت د تېرایستلو او د ناسمې شاهدۍ ورکولو تر څنګ له قانون څخه د ځینو نورو سرغړونو شکونه شته.

یو بل ۳۵ کلن سړی چې د دې شتمن په استوګنځي کې یې کار کاوه، سیمې ته نږدې وروسته له هغې ونیول شو، چې له زرګونو پاونډو ډکه خلطه ورسره وه او له دې استوګنځي په وتلو و.

د ویکيلیکس بنسټ ایښودونکي 'جولیان اسانژ' د استېناف محکمې غوښتنه کړې

د ویکيلیکس بنسټ ایښودونکی جولیان اسانژ

د ویکيلیکس بنسټ ایښودونکي جولیان اسانژ چې له بریتانیا متحدوایالتونو ته د ده د سپارلو پر وړاندې مبارزه کوي، د بشري حقونو له اروپایي محکمې د استېناف غوښتنه کړې ده.

محکمې هم د جمعې په ورځ دا موضوع تایید کړه.

متحدو ایالتونو پر اسانژ جنایي تورونه لګولي او له بریتانیا یې د ورسپارلو غوښتنه کړې ده.

امریکایي چارواکو ۵۱ کلن اسانژ پراتلسو مواردو تورن کړی چې یو یې هم د جاسوسۍ تر قانون لاندې د امریکا د پوځي او ډیپلوماټیکو پټو اسنادو له خپرېدو سره تړاو لري چې ویکيلیکس خپاره کړي او واشنګټن ویلي چې نوموړي په دې کارسره د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.

بریتانیا متحدو ایالتونو ته د اسانژ له ورسپارلو سره موافقه کړې، خو هغه د لندن له سترې محکمې د استېناف غوښتنه کړې چې تمه ده پر دوسیې یې د راتلونکي کال په لومړیو کې غور وشي.

د اسانژ مدافع وکیلانو همدارنګه د بریتانیا پر ضد د بشري حقونو اروپایي محکمې ته هم شکایت کړی چې ممکن وکړای شي، متحدو ایالتونو ته د هغه ورسپارل ودروي.

د روسي تېلو په اړه د اروپايي ټولنې پرېکړه هرکلي سره مخ شوې

ارشیف

د نړۍ اووه ستر صنعتي هېوادونه یا جي۷ او استرالیا د اروپایي ټولنې له دې پرېکړې سره یوځای شول چې د روسیې د تېلو لپاره ځانګړې بیه وټاکي او یو بېرل په شپېته ډالرو وپېري.

دا هېوادونه وایي چې له دې سره به په اوکراین کې د روسیې د جګړې اصلي تمویلونکې سرچینه محدوده شي.

د اروپایي ټولنې استازي پرون تر دې مخکې دې موافقې ته ورسېدل چې د روسیې تېل به یو بېرل په شپېته ډالرو اخلي.

دا پرېکړه د دې ټولنې د غړیو هېوادونو تایید ته اړتیا لري، خو اټکل کېږي چې دا به تصویب شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG