د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

د اوکراین پوځ: د روسیې پوځي عملیات پر باخموت او نورو سیمو متمرکز دي


باخموت کې د جګړې لومړۍ کرښه کې اوکرایني ځواکونه د جګړې پرمهال
باخموت کې د جګړې لومړۍ کرښه کې اوکرایني ځواکونه د جګړې پرمهال

د اوکراین پوځ نن یکشنبه ویلي چې د روسیې پوځي عملیات پر باخموت ښار او د اوکراین د ختیځ پر نورو سیمو متمرکز دي.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر وايي، د دوی ځواکونو په باخموت کې چې روسیه یې له میاشتو راهیسې د محاصرې هڅه کوي، پر خپلو سنګرونو ولکې ټینګولو ته دوام ورکړی دی.

د اوکراین یوه وتلي قوماندان روانه اوونۍ ویلي چې په باخموت کې وضعیت باثبات شوی دی.

د لوی درستیز دفتر وايي، روسیې د دونیڅک په لیمن، مارینکا او افدییفکا کې هم حملې کړې دي.

د کییف په وینا، روسي ځواکونه د خرسون او زاپوریژیا په مربوطاتو کې دفاعي اقدامات کوي. ویل شوي د توپونو ډزو د اوکراین په جنوب ختیځ کې د اټومي انرژۍ د یوې نیول شوې بټۍ په اړه وېره پیدا کړې ده.

د خرسون ښاري شورا تېره جمعه هغو ځايي اوسېدونکو ته چې دنیپر سیند ته څېرمه ژوند کوي، سپارښتنه کړې وه، چې ځانونه خوندي ساحو ته ورسوي.

د اوکراین د پوځ په خبره د زاپوریژیا په بردیانسک ښار کې اشغالګرو یو فرمان صادر کړی او ځايي اوسېدونکي یې مجبوره کړي چې په سیمه کې د دوی د سابقې تر چک کېدو مخکې په ازادانه ډول د تګ راتګ لپاره باید سندونه واخلي.

پر اوکراین د یرغل له پیل راهیسې روسي ځواکونو او د هغوی بېلتونپالو متحدانو په اشغال شویو سیمو کې د ملکیانو د بررسۍ لپاره د فلټر کولو پراخ عملیات کړي دي.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر دغه راز ادعا کړې وه چې د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې یولک او اویا زره روسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، چې د جګړې د یوه لوري د مرګ ژوبلې ادعاګانې په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي، چې د دې ادارې عمومي مشر رافایل ګروسي به بله اوونۍ بیا زاپورژیا ته سفر وکړي چې روسیې اشغال کړی او هلته د اټومي انرژۍ بټۍ پرته ده.

ګروسي او نورو اټومي متخصصانو په وار- وار د اټومي غمیزې د پېښېدو خبرداری ورکړی دی.

د اوکراین د ملي امنیت او دفاعي شورا منشي اولیکسي دانیلوف ویلي، وروسته له هغې چې کرملین اعلان وکړ، چې په بېلاروس کې یې د تاکتیکي اټومي وسلو د ځای پر ځای کولو امر کړی، دغه هېواد چې تر شوروي وروسته ملګری جمهوريت و، هم د مسکو له خوا «یرغمل» کېدونکی دی.

دانیلوف په یوه ټویټ کې ویلي، د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین دا اقدام د بېلاروس د داخلي بې ثباتۍ پر لوري یو ګام دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG