د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

د اوکراین جګړې سره د مخالفت له کبله روسیې پر ځینو هنرمندانو فشار راوستی


تصویر ارشیف: پولیس روسیه
تصویر ارشیف: پولیس روسیه

د روسیې حکومت پر هغو هنرمندانو، سندرغاړو او سازیانو فشار راوړی چې پر اوکراین یې د دغه هېواد د یرغل پر ضد خبرې کړې دي.

د مسکو پولیسو پرون د مشهورې پیانیستې/پیانو غږوونکې پولینا اوسیتین سکایا د کنسرټ پر مهال تالار په دې خاطر له خلکو خالي کړ چې ادعا یې وکړه د بمي برید ګواښ ورته رسېدلی دی.

د پولیسو د پلټنو تر بشپړېدو وروسته چې هېڅ بم یې پیدا نه کړ کنسرټ بېرته پيل شو.

پولینا پر اوکراین د روسیې د برید په تړاو څو واره علني څرګندونې او نیوکې کړې دي.

کله چې روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین ناحقه یرغل پیل کړ، پولینا په خپل انسټاګرام اکاونټ کې لیکلي وو چې دا د روسیې په تاریخ کې یوه 'توره ورځ' وه او د دې برید په اړه یې د "وېرې، شرم او کرکې احساس کاوه."

تر دې تبصرو وروسته، د پولینا استین سکایا دوه کنسرتونه د سپټمبر په میاشت کې لغوه شول، ځکه چې کرملین د هنرمندانو، موسیقي غږوونکو/سازیانو او نورو ډلو پر وړاندې چې د جګړې په اړه مخالفت کوي کلک چلند کوي.

د جګړې لومړۍ کرښه کې اوکرایني سرتېري د جګړې پرمهال
د جګړې لومړۍ کرښه کې اوکرایني سرتېري د جګړې پرمهال

پر اوکراین د یرغل له پیل څخه لږ وروسته، د روسیې حکومت د جګړې په اړه انتقادونه او د هغه څه په خپرولو بندیز ولګاوه چې مسکو یې د روسیې د وسله والو ځواکونو په اړه "دروغ" خبرونه بولي او سرغړونکو ته یې د سختو سزاوو او پنځلس کاله بند ګواښ وکړ.

د ازادې اروپا ازادي راډیو د خبري مرکز د راپور له مخې، د تېر کال په جولای کې روسي رسنیو د هغو ۳۷ ممنوع الخروج روسي هنرمندانو او ډلو غیر رسمي نوملړ اعلان کړ چې د جګړې پر ضد یې غږ پورته کړی او یا یې په عامه توګه له دې جګړې له ملاتړه ډډه کړې ده.

په دې لېست کې د 'ټایم ماشین' او 'ایکویریم' مشهور بانډونه دي چې د سندرو په ترسره کولو سره یې د کرملین چارواکي په غوسه کړي دي.

پرون اپرېل لومړۍ، لکه څنګه چې د روسیې پولیسو د پولینا اوستین سکایا کنسرټ ماتولو هڅه وکړه، سایبریا رسنیو راپور ورکړ چې یو سیمه ایز بانډ، سپلین، د چارواکو په غوښتنه د نووسیبیرسک په ښار کې د دوبي د موسیقۍ له جشن څخه حذف شوی دی.

په نووسیبیرسک کې د 'پلرونو' په نوم اتحادیې له فستیوال څخه د سپلین ډلې د لرې کولو غوښتنه وکړه ، او ادعا یې وکړه چې د ډلې مخکښ سندرغاړي ښودلې چې: "د چا ملاتړ کوي."

روسي چارواکي اکثرا د دولت د مخالفینو د ځورولو لپاره د 'پلرونو' د ډلې په څېر له اتحادیو کار اخلي چې په دې توګه هم خپل هدف ترلاسه کړي او هم خپله لاسوهنه پټه وساتي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG