د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

ناکامیڅو: د اوکراین جګړې د اټومي جګړې خطر ډېر کړی


په اټومي چارو کې د ملګرو ملتونو استازې ایزومي ناکامیڅو
په اټومي چارو کې د ملګرو ملتونو استازې ایزومي ناکامیڅو

په اټومي چارو کې د ملګرو ملتونو استازې ایزومي ناکامیڅو وايي، له سړې جګړې وروسته اوس تر بل هر وخت په نړۍ کې د اټومي وسلې د کارولو خطر زیات دی.

د اغلې ناکامیڅو په وینا د اوکراین جګړې د اټومي جګړې خطر ډېر کړی دی.

دې دا اندېښنه د جمعې په ورځ د امنیت شورا له غونډې وروسته څرګنده کړه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اووني ویلي و چې خپلې تاکتیکي اټومي وسلې به په جولای میاشت کې بېلاروس ته انتقال کړي.

بېلاروس د روسیې نږدې متحد او د اوکراین په جګړه کې ملګری هېواد دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

پوتین د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ وویل، د ده بېلاروسي ساري الکساندر لوکاشنکو ډېره موده پخوا ورڅخه غوښتي و چې خپلې تاکتیکي اټومي وسلې په بېلاروس کې ځای پر ځای کړي.

بېلاروس له پولنډ سره، چې د ناټو غړی دی، ګاونډی دی.

د بېلاروس ولسمشر د جمعې په ورځ د خپل هېواد پارلمان ته په وینا کې وویل هېواد یې تیار دی چې روسیې ته اجازه ورکړي چې قاره ویشتونکي اټومي توغندي په بېلاروس کې ځای پر ځای کړي.

خو د ملګروملتو استازې غوښتنه وکړه چې د اټومي جګړې د مخنیوي لپاره دې هڅې وشي او داسې ګامونه دې نه اخیستل کېږي چې په نتیجه کې یې ناوړه تفاهم رامنځته کېږي.

د جمعې په ورځ د مارچ ۳۱مه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل چې د روسیې د بهرنۍ پالیسۍ نوې ستراتیژي چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا منل شوې لوېدیځ د روسیې 'شتون ته ګواښ' ګڼي.

لاوروف ویلي چې د روسیې د بهرنۍ تګلارې په دې نوې ستراتیژۍ کې متحده ایالات په مستقیمه توګه د روسیې ضد احساساتو د اصلي محرک او تحریک کوونکي په توګه یاد شوي دي.

پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته له روسیې سره د لوېدیځو هېوادونو او په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو اړیکې ډېرې ترینګلې شوې دي.

روسیه پر اوکراین خپل پوځي یرغل 'ځانګړي عملیات' ګڼي، خو اوکراین او د هغه لوېدیځ متحدین د روسیې دغه اقدام د یو خپلواک دولت پر وړاندې د بشپړې جګړې په توګه بولي.

د روسیې له پوځي یرغل وروسته چې د ۲۰۲۲ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۴مه پیل شو، لوېدیځو هېوادونو په تېره بیا امریکا له اوکراین سره لسګونو میلیارده ډالرو پوځي او ملکي مرستې کړې څو دغه هېواد وکولای شي د روسیې د پوځي یرغل په وړاندې له ځانه دفاع وکړي.

XS
SM
MD
LG