د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

اوکراین: بخموت کې جګړه شوې، امریکا د اسنادو افشا کېدل څاري


اوکراين کې د بخموت ښار، هغه چې د روسي او اوکرايني ځواکونو ترمنځ په‌کې جګړه روانه ده.
اوکراين کې د بخموت ښار، هغه چې د روسي او اوکرايني ځواکونو ترمنځ په‌کې جګړه روانه ده.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر نن جمعه په خپلو ورځنيو معلوماتو کې ویلي، د لیمان، بخموت، افدییفکا او ماریینکا له شا و خوا سیمو د جګړو راپورونه ورکړل شوي او دغه شخړې یې سختې بللې دي.

اوکراین او روسیه لا هم د ختیځ ښار بخموت له یوې ساحې د یو بل د پوځیانو د ایستلو هڅه کوي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، چې دغه معلومات په خپلواک ډول نه‌شي تاییدولی.

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت د هغو اسنادو پر افشا کېدو څېړنه کوي، چې په راروانو اوونیو کې د امریکا او ناټو د پلانونو په اړه دي، چې ګواکې غواړي د اوکراین احتمالي- پوځي عملیاتو ته پوځي مرسته برابره کړي.

واشنګټن په ټولنیزو شبکو کې د اسنادو د افشا کېدو موضوع څاري.

د کییف له‌خوا پر ټویټر د ماریینکا ښارګوټي په خپرو شویو تصاویرو کې ښکاري، چې ډېره ویجاړي شوې ده، چې څه باندې کال مخکې د روسیې تر یرغل مخکې په‌کې شا و خوا لس زره کسانو ژوند کاوه.

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت یوې ویاندې سابرینا سنګ پرون ناوخته ویلي، چې واشنګټن په ټولنیزو شبکو کې د اسنادو د افشا کېدو موضوع څاري.

ویل شوي په دغو اسنادو کې اوکراین ته د وسلو د لېږدولو او د پوځي کنډکونو د پیاوړتیا په اړه تفصیلات ورکړل شوي او ځینې نور حساس معلومات په‌کې شته.

اوکرايني سرتېری د جګړې په ډګر کې
اوکرايني سرتېری د جګړې په ډګر کې

که څه هم دغه افشا شوي اسناد د پنځو اوونیو مخکې دي، خو لږ تر لږه یو یې په لوړه سطحه محرم بلل شوی دی.

دغه اسناد د روسیې د پلوي کسانو په ټویټر او ټلېګرام کې لاس په لاس کېږي.

پوځي شنونکي وايي، داسې ښکاري چې په ځینو اسنادو کې د نورو مسایلو تر څنګ د روانې جګړې پر مهال د اوکراین تلفات زیات ښوول شوي او د روسیې زیانونه کم.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د اسنادو دغه افشا کېدل د مسکو له‌خوا له یوې لویې کودتا سره تشبيه کړي، چې کولی شي د اوکراین او امریکا ترمنځ استخباراتي همکاري زیانمنه کړي.

بل‌خوا فایننشل ټایمز ورځپاڼې پرون راپور ورکړی، چې د امریکا متحدو ایالتونو، جرمني او هنګري د پولنډ او د بالتیک حوزې د درېیو هېوادونو د هغو هڅو مخالفت کړی، چې غواړي اوکراین ته په ناټو کې د غړیتوب لپاره د لارې نقشه برابره کړي.

ویل شوي په پام کې ده د لارې دغه نقشه په جولای میاشت کې د لتوانیا په پلازمېنه ویل نیوس کې د ناټو په بله سرمشریزه کې وړاندې شي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران روانه اوونۍ په بروکسل کې د دې سرمشریزې د پلان په باب خبرو ته کېني.

ناټو په ۲۰۰۸م کال کې ویلي وو، چې اوکراین کولی شي په یو ډول د ناټو غړی هېواد شي، خو تر هغه وروسته دا موضوع تعقیب نه‌شوه.

هغه وخت د امریکا متحدو ایالونو د اوکراین د غړیتوب لپاره پر یوه عملي پلان ټینګار کاوه، خو فرانسې او جرمني یې مخالفت کړی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG