د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۷

امریکا یو ځل بیا اوکراین ته د باور وړ ملګرتیا ډاډ ورکړی


د عکس ښي لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن او چپ لور ته د هغه اوکراینی سیال دیمیتري کولیبا په واشنګټن کې د یوې خبري غونډې پر مهال. February 22, 2022
د عکس ښي لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن او چپ لور ته د هغه اوکراینی سیال دیمیتري کولیبا په واشنګټن کې د یوې خبري غونډې پر مهال. February 22, 2022

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن یو ځل بیا اوکراین ته د روسیې پر ضد جګړه کې د باور وړ ملګرتیا ډاډ ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن خپل اوکرایني سیال دیمیتري کولیبا ته د روسیې پر ضد جګړه کې د متحده ایالتونو د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د راپور له مخې، بلېنکن له کولیبا سره په خبرو کې د اوکراین اوسنۍ جګړه د دغه هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا، حاکمیت او خپلواکۍ دفاع بللې ده.

انټوني بلېنکن نن چهارشنبه د اپرېل ۱۲مه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "مونږ له اوکراین سره څنګ په څنګ درېدو ته تر هغو ژمن یو چې اړتیا وي ورته."

هغه ویلي، دې ملاتړ ته ځګه دوام ورکوي چې په خبره یې اوکراین د روسیې د جګړې متقابل عملیات بریالي مخته بوځي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیتري کولیبا هم ویلي، انټوني بلېنکن د باور وړ ملګرتیا ډاډ ورکړی، داسې ملګرتیا چې بریالیتوب او سولې ته د رسېدو لپاره د اوکراین د پرمختګ پر هڅو به متمرکزه وي.

د امریکا او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو دغه خبرې داسې مهال کړي چې لا هم په اوکراین کې د جګړو له کرښو د بریدونو د دوام راپورونه خپرېږي.

د اوکراین د پوځ لوی درستیز په یوه خبرپاڼه کې ویلي، روسیې له انساني تلفاتو او د تجهیزاتو د له منځه تلو سره سره خپلو یرغلیزو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د اعلامیې پر بنسټ د جګړې تمرکز د اوکراین پر بخموت، لیمان، افیدیفکا او مارینکا سیمو دی.

د اوکراین پوځ وایي، له تېرې ورځې راهیسې یې د روسي پوځیانو ۷۲ بریدونه شنډ کړي، خو په دې موده کې د احتمالي مرګ ژوبلې معلومات لا نه دي ورکړل شوي.

په باخموت کې یو اوکراینی سرتېری د جګړې پر مهال
په باخموت کې یو اوکراینی سرتېری د جګړې پر مهال

بل لورته د اوکراین د پلېو ځواکونو قومندان سیرهي خیریواتي ویلي، په باخموت کې چې د جګړې اصلي مرکز دی، وضعیت تر کنټرول لاندې دی او په خبره یې دوی اجازه نه ورکوي چې ځواکونه یې روسانو ته تسلیم شي.

د اوکراین د تازه جګړې په اړه تر اوسه د روسیې چارواکو نظر نه دی روښانه شوی، خو پخوا تر دې هغوی هم دغې جګړه کې د پرمختګ ادعاوې کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG