د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

د اوکراينۍ الوتکې د رانسکورېدو په تور د ايراني ځواک لس غړي په بند محکوم شوي دي


د ايران امنیتي ځواکونه د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۸مه د پلازمېنې تهران په جنوب لوېدیځ کې په شهیدشهر کې د اوکراینۍ الوتکې د سقوط په ځای کې ليدل کېږي.
د ايران امنیتي ځواکونه د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۸مه د پلازمېنې تهران په جنوب لوېدیځ کې په شهیدشهر کې د اوکراینۍ الوتکې د سقوط په ځای کې ليدل کېږي.

ایران د وسله‌والو ځواکونو لس غړي په ۲۰۲۰ کال د یوې اوکراینۍ الوتکې د راغورځولو په پېښه کې د لاس لرلو په جرم په زندان محکوم کړي دي.

د ایران د قضایي ادارې د وېبپاڼې له مخې د اوکراین د هوایي شرکت اړوند د دغې مسافر وړونکې الوتکې د را نسکورېدو په دې پېښه کې ۱۷۶ کسان وژل شوي وو.

د ایران میزان ان‌لاین ورځپاڼې د راپور له مخې د دغو ځواکونو قومندان چې نوم یې نه‌دی ښودل شوی، په لس کاله بند محکوم شوی او نهو نورو ته د یوه نه تر درېیو کلونو پورې د بند سزاوې ورکړل شوي دي.

د راپور له مخې دا قضیه په دې وروستیو څو کلونو کې په ایران کې یوه تر ټولو مهمه، حساسه او پېچلې قضایي پروسه وه او زیاتوي چې د دغه قومندان اجراات د دغې الوتکې د را نسکورېدو سبب ځکه شوې چې، هغه د وضعیت په اړه بې پروایي کړې او غلط تصوریې کړی و چې ګواکې د دښمن یو هدف یې کشف کړی دی.

د ۲۰۲۰ کال د جنوري په اتمه د اوکراین د هوایي شرکت PS752 الوتکه چې کییف ته په لاره وه رانسکوره شوه او ټول ۱۷۶ مسافر او عمله یې ووژل شول.

ایران له څو ورځو انکار وروسته چې رسماً یې په دې پېښه کې لاس لرل ردول، دا ومنله چې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو یوه جزو تام سهواً په ډزو دغه الوتکه راغورځولې ده.

تهران ویلي، دا هغه وخت و چې بغداد ته نږدې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب د ځواک د مهم قومندان، جنرال قاسم سلیماني د وژلو پر سر له متحدو ایالتونو سره کړکېچ اوج ته رسېدلی و.

د اوکراینۍ الوتکې د نسکورېدو په دې پېښه کې اکثره وژل شوي یې د ایران او کاناډا اتباع و، خو یوولس اوکراینیان هم په‌کې شامل وو.

د يادې پېښې د قربانیانو کورنیو د شفافې څېړنې او عاملانو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه کوله.

د ایران حکومت د هر قرباني کورنۍ ته د ۱۵۰ زره ډالره تاوان ورکولو وړاندیز کړی و، خو کورنیو د دغو پیسو له اخیستو ډډه کړې.

کاناډا تېر کال وویل، په دې اړه چې د الوتکې له نسکورېدو مخکې دې سنجش شوی وي، شواهد نه‌دي موندلي.

د اووه پرمختللو صنعي هېوادونو ډلې یا G7 هم تېر کال په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، ایران باید د دغې الوتکې د راغورځولو مسول وپېژندل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG