د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

پاکستان ته د ايران پوځي مشر سفر څه هدف لري؟


د ايران پوځ مشر جنرال محمد باغري
د ايران پوځ مشر جنرال محمد باغري

د ايراني پوځ مشر جنرال محمد باغري د دې هېواد د يوه لوړ رتبه پوځي پلاوي په مشرۍ د پاکستان په درې ورځني سفر دی.

دغه پلاوی چې د اکټوبر په ۱۲مه اسلام‌اباد ته رسېدلی، د صدراعظم عمران خان او د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په ګډون له يو شمېر لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره پر دوه اړخيز او سيمه‌ييز امنيت او ثبات خبرې کوي.

محمد باغري په داسې حال کې د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر کړی چې په دا وروستيو کې د دواړو په ګاونډ افغانستان کې طالبان واکمن شوي او يو شمېر افغانان پاکستان او ايران ته د اوښتو هڅه کوي.

د ايران دولتي خبري اژانس (ايرنا) ويلي چې پاکستان ته د جنرال باغري د سفر هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزې همکارۍ ته وده ورکول، پر شريکو پولو امنيت ښه کول او د اسلامي نړۍ پر يو لړ چارو پر بحث سربېره د ترهګرۍ پر ضد جګړه ده.

د اژانس په خبره د دواړو هېوادونو مشران به په افغانستان کې د سولې او ثبات د يو شريک نظر په ګډون په سيمه‌ييز ثبات کې د خپل رول لوبولو په اړه هم خبرې کوي.

د دفاعي چارو پوه او د پاکستان د پوځ پخوانی جنرال طلعت مسعود وايي چې د ايراني او پاکستاني چارواکو ترمنځ به د بحث مهمه موضوع دوه اړخيز او سيمه‌ييز امنيت وي.

دی زیاتوي: "په ايراني بلوچستان او پاکستاني بلوچستان کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر شريکه پوله د نشه‌يي موادو او انساني قاچاق په ګډون د ترهګرۍ پېښې رامنځته کېږي او بېلابېل وسله‌وال د ايران له‌خوا د پاکستان لوري ته او د پاکستان له‌خوا د ايران لوري ته وخت ناوخته بريدونه کېږي، نو د دوی د بحث تمرکز به امنيت وي. پر دې سربېره به دواړې خواوې پر دې خبرې کوي چې څه ډول په دوه اړخيزه اړيکو او تجارت کې بهتري راولي."

پاکستان او ايران شااوخوا ۹۰۰ کیلومتره شريکه پوله لري چې اوس‌يې ترمنځ د کټارو لګولو کار څه باندې نيمايي ته رسېدلی دی. پاکستاني چارواکي وايي چې په دې ګام سره به پر پوله امنيت نور هم ټينګ شي او د ترهګرۍ د پېښو مخه به ونيول شي.

د جنرال باغري له راتګ وړاندې د روانې (اکټوبر) مياشتې په لومړيو کې د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير علي باغري کاني په مشرۍ هم يو پلاوی اسلام‌اباد ته تللی و او هلته‌يې د پولې د امنيت او د دوه اړخيزه اړيکو په ګډون پر افغانستان بحث کړی و.

په ايران کې د پاکستان پخوانی سفير محمد اصف درانی وايي چې د پخوا پرتله اوس د ايران او پاکستان پر پوله د ناامنۍ پېښې ډېرې کمې شوې دي او دواړو هېوادونو د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

ښاغلی درانی وايي: "پاکستان په خپلې جنوب غربي صوبې بلوچستان کې سرحدي ځواک جوړ کړی دی چې يوازې له ايران سره پر پوله امنيت ساتي. په دې اقدام سره په تېرو درېيو څلورو کلونو کې ډېر مثبت بدلون راغلی دی او ترهګر بريدونه تقريباً ختم شوي دي."

اصف درانی زياتوي چې د ايران او پاکستان ترمنځ لويه لانجه نه‌شته، بلکې يوازې پر ځينو چارو د فکر او نظر اختلاف موجود دی چې دواړې خواوې يې د خبرو له لارې د هواري هڅه کوي، خو نوموړی زياتوي چې په افغانستان کې د اوسني بدلون له کبله د ايراني پلاوي د سفر ارزښت نور هم زيات شوی دی.

د روان ۲۰۲۱ زېږدیز کال د اګسټ پر ۱۵مه نېټه طالبان کابل ته ننوتل او د سپټمبر پر اوومه‌يې په افغانستان کې د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ خپل سرپرست حکومت اعلان کړ، خو تر دې دمه نه خو د ملګرو ملتونو سازمان او نه هم کوم بل هېواد د دوی حکومت په رسميت پېژندلی دی.

طلعت مسعود وايي چې په افغانستان کې د حالاتو له بدلون سره تر ټولو زيات پاکستان او ايران اغېزمن کېږي.

ده زیاته کړه: "دا چې د افغانستان نوی حکومت به د هېواد له ټولو طبقو سره څه ډول چلند کوي او څنګه به ثبات راولي، دا هر څه پر ګاونډي هېوادونو ايران او پاکستان اغېز کوي، نو ايراني او پاکستاني چارواکي به د افغانستان په اړه خپل نظرونه شريکوي او د يو تفاهم هڅه به کوي. دوی به پر دې ټينګار کوي چې په افغانستان کې د اوضاع د بهترۍ لپاره څه ډول همکاري کولای شي."

پاکستان ته د ايراني پلاويو تر سفر وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د سفر پر مهال د اګسټ پر ۲۶مه نېټه تهران ته هم تللی و او هلته‌يې د ايران له ولسمشر ابراهيم رئيسي سره د افغانستان د بدل شوي حالت او راتلونکې په اړه پر خبرو سربېره د ايران او پاکستان پر دوه اړخيزو اړیکو هم خبرې کړې وې.

XS
SM
MD
LG